Home+په دې ورځ تر ټولو سخته څونامي پېښه شوه

په دې ورځ تر ټولو سخته څونامي پېښه شوه

تاند- له نن څخه 21 کاله پخوا د ۲۰۰۴ کال د دسمبر په ۲۶ مه د اندونیزیا د سوماترا ټاپو په لوېدیځ کې په هند سمندر کې ستره زلزله وشوه چې د ویجاړوونکې څونامي سبب شوه.

دې څونامي له تایلنډ او اندونیزیا رانیولې تر افریقا پورې د ګڼو هیوادونو ساحلي سیمې وځپلې او تر ۲ لکه ۲۰ زره ډېر انسانان یې مړه او تر یولکو ۲۵ زره ډېر نور یې ټپیان کړل.

د ځینو راپورونو پر اساس دې څونامي په ۱۴ هیوادونو کې تر دوه لکه ۳۰ زره ډېر کسان مړه کړل او ګڼ ساحلي ښارونه یې له خاورو سره خاورې کړل.

د زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۹ اعشاریه ۱ و، مرکز له سوماترا ټاپو ۱۶۰ کیلومتره لېرې په سمندر کې ۳۰ کیلومتره ژور و.

دا د ثبت شویو زلزلو په تاریخ کې درېیمه تر ټولو سخته او د وخت له نظره اوږده زلزله ګڼل شوې چې له ۸ تر ۱۰ دقیقو پورې یې ټکانونو دوام وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...