تاند (جنعه، د مرغومي/ جدې ۵ مه) د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدوېدیف په یوه مقاله کې، چې په روسي مجلې «رودینا» کې خپره شوې، طالبان له هغو بنسټونو او سازمانونو سره پرتله کړي چې د لوېدیځ له ملاتړه برخمن دي، او ادعا یې کړې چې دې ډلې هغه مهال هم چې د روسیې د ترهګرو ډلو په لېست کې شامله وه، د «معاصرې روسیې لپاره لږ خطر او زیان درلود».
مدوېدیف لیکلي: «راځئ رښتیا ووایو؛ د طالبانو غورځنګ، چې له اوږدې مودې راهیسې د ترهګرو سازمانونو په لېست کې و، روسیې ته یې تر هغو سختدریځو بنسټونو ډېر لږ زیان رسولی چې د مظلومانو د مرستې تر شعار لاندې زموږ د هېواد د له منځه وړلو هڅه کوي.»
هغه ادعا کړې چې د دغو بنسټونو موخه «د روسیې د څو قومي ولس ټوټه ټوټه کول» دي، او لوېدیځ یې تورن کړی چې د روسیې د کورني یووالي د کمزوري کولو لپاره منظمې هڅې کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې روسیې د روان کال په چنګاښ میاشت کې د افغانستان د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند.
په همدې تړاو، په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا تر دې وړاندې ویلي و چې د لوېدیځو هېوادونو د وړاندوینو خلاف، افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته نه دی ړنګ شوی او نه هم په «امنیتي تورې کندې» بدل شوی دی.
د هغه په وینا، سره له پرلهپسې بندیزونو، طالبان توانېدلي چې سیمهییزې همکارۍ پراخې کړي او د یوه خپلواک او پر ځانبسیا نظام د رامنځته کولو لپاره ګامونه واخلي.
نبنزیا د امنیت شورا په غونډه کې ټینګار کړی و چې تر اوسه په افغانستان کې ټولشموله حکومت نه دی جوړ شوی.
هغه د لوېدیځ پر بندیزونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا فشارونه نه یوازې رغنده نه دي، بلکې د طالبانو دریځونه لا سختوي او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې رول کمزوری کوي.