Homeخبرونهاقتصادي خبرونهویتنام وايي، په کراچۍ بندر کې یې ۵۰۰ کانتینره چای بند پاتې...

ویتنام وايي، په کراچۍ بندر کې یې ۵۰۰ کانتینره چای بند پاتې دی

تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدې 4 مه)د ویتنام د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیړني دیپلوماتیکې هڅې پیل کړې دي، څو پاکستاني چارواکي دې ته وهڅوي چې د کراچۍ په بندر کې د ویتنام بند پاته چای ته لاره ورکړل شي.

په دغه بندر کې وروسته له هغه چې د پاکستان د ترانسپورټ او ټرک‌چلوونکو اتحادیو خپل فعالیتونه ودرول، د ویتنام نژدې ۵۰۰ کانټینرونه چای بند پاتې دی.

دا اعتصاب د حکومت د نویو پالیسیو پر ضد تنظیم شوی، چې پکې د وسایطو پر سر جریمې زیاتې شوې او پر موټرچلوونکو سخت قوانین لګېدلي دي. د دې اعتصاب له امله د ټرکونو تګ راتګ درېدلی او د پاکستان او افغانستان ترمنځ اصلي ځمکنۍ ترانسپورتي لاره بنده شوې ده.

په پاکستان کې د ویتنام د سوداګرۍ دفتر د معلوماتو له مخې، دې ګډوډۍ د پاکستان په تر ټولو لوی بندر کې سخته ګڼه‌ګوڼه رامنځته کړې ده. شاوخوا ۱۱ زره هغه کانټینرونه چې افغانستان ته په لاره دي، بند پاتې دي، سربېره پر دې د پاکستاني شرکتونو نژدې ۲۵ زره وارداتي او ۱۵ زره صادراتي کانټینرونه هم ایسار دي.

د ویتنام د چای ډېری صادرات د کراچۍ له لارې افغانستان ته د ترانزیټ په بڼه لېږدول کېږي، چې له امله یې صادروونکي د ذخیره کولو له زیاتېدونکو لګښتونو او لوړو خطرونو سره مخامخ شوي دي، ځکه د ترانسپورټ ټکنی حالت لا هم دوام لري.

ویتنامي چارواکو د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر او نورو جګپوړو سوداګریزو چارواکو سره مستقیمې خبرې کړې دي او د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو سوداګریزو اړیکو له امله یې د ویتنامي مالونو لپاره د ځانګړي چلند غوښتنه کړې ده.

وزارت ویلي، چې وضعیت له نژدې څاري او هره ورځ له پاکستاني لوري سره کار کوي، څو د ویتنامي شرکتونو مشروع ګټې خوندي کړي.

چارواکي له پاکستاني مسوولانو سره درې ممکنه حل‌لارې تعقیبوي:
۱) کله چې امنیتي او ترانسپورتي شرایط اجازه ورکړي، د افغانستان په لور بند پاتې کانټینرونو ته د تګ اجازه ورکړل شي،
۲) درېیمو بازارونو ته د بیا صادرولو منظوري،
۳) او د وروستي انتخاب په توګه، بېرته ویتنام ته د واردولو اجازه، څو د سوداګریزو زیانونو کچه راکمه شي.

وزارت یادونه کړې چې د اوږدو ځنډونو له امله د ویتنام د چای صادروونکي اړ شوي چې درانه پورونه پرې کړي او دا وضعیت د چای د کورنیو ‌کروندګرو پر عاید هم منفي اغېز کوي.

چارواکو صادروونکو ته سپارښتنه کړې چې د ویتنام د چای له اتحادیې او په پاکستان کې د سوداګرۍ له دفتر سره نژدې همغږي وساتي، د قراردادونو شرایط وڅېړي او د بدیلو لوژستیکي لارو په لټه کې شي. وزارت همداراز له سوداګرو غوښتي چې د بازار د خطر ارزونه پیاوړې کړي او د لېږد لارې متنوع کړي، څو پر هغو ترانزیتي دهلیزونو اتکا کمه کړي چې لوړ خطر لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...