تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدې ۳ مه) په افریقايي هیواد، غانا کې، چې یوه تن، چې د پیغمبرۍ ادعا کوي او وايي چې «نوح» دی، څه موده وړاندې ویلي و چې د دسمبر په ۲۵مه به نړۍ پای ته ورسېږي، خو دا وړاندوینه ناسمه ثابته شوه. اوس هغه ادعا کوي چې خدای د سېل له لارې د نړۍ اټکل شوې تباهي ځنډولې ده۔
د «غانا وېب» د راپور له مخې، ایبو نوح مخکې ویلي و چې د ډسمبر په ۲۵مه، د کرسمس په ورځ، به یو ستر سېلاب راشي. خو اوس وایي چې د خلکو د ګډو دعاوو له امله خدای خپله پرېکړه په موقت ډول ځنډولې ده۔
د راپور له مخې، دغه ځانبولي نوح دا ادعا هم کړې چې د نوې وحې له مخې به موجودې بېړۍ پراخې شي او نورې بېړۍ به هم جوړې شي، څو د ژغورنې غوښتونکي ډېر خلک پکې ځای پر ځای شي۔
دا اعلان د یوې ویډیويي وینا له لارې شوی، چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده. له دې اعلان وروسته یوه بله ویډیو هم پر ټولنیزو رسنیو وایرل شوه، چې پکې زرګونه کسان په یوه لاره کې په قطار روان ښکاري۔
ایبو نوح ادعا کړې وه چې نن، د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر ۲۵مه، به نړۍ پای ته رسېږي. هغه وایي چې خدای ورته امر کړی چې د خلکو د ژغورلو لپاره لویې لرګینې بېړۍ جوړې کړي، او همدا لامل دی چې زرګونه کسان دغه ځای ته روان دي۔
[WATCH] It is NOT FICTION. In the Ghanaian region of Akropong, a pastor has attracted tens of thousands with the claim that the world is ending today, December 25, 2025. Ebo Noah claims that God instructed him to build massive wooden arks to save people. Ghanaians are going there… pic.twitter.com/fol6POTcPA
— KT Press Rwanda (@ktpressrwanda) December 24, 2025
بل لور ته، یوه بله ویډیو هم پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، چې پکې دغه ځانبولی نوح له یوه مرسډیز موټر څخه د ښکته کېدو پر حال کې ښکاري. په ویډیو کې ویل شوي چې د غانا ځینې اوسېدونکي وایي، همدا کس چې ادعا یې کړې وه د ډسمبر په ۲۵مه به سېل راشي او د بېړیو د جوړولو لپاره یې له خپلو پلویانو د مرستو غوښتنه کړې وه، اوس وایي چې خدای ورته په خوب کې د دې آفت د ځنډولو حکم ورکړی دی. له دې سره سره، هغه د نورو بېړیو د جوړولو لپاره د اضافي پیسو غوښتنه هم کوي۔
د دې موضوع له را برسېره کېدو وروسته، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هغه ته سخت تر په غوسه دي او نیوکې یې پرې کړي دي.
یوه کاروونکي پر «ایکسپاڼه» (پخواني ټویټر) لیکلي: «دا سړی دروغ وایي، ډېر خلک داسې بېاساسه ادعاوې کوي.»