پنجشنبه, دسمبر 25, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه هرات کې د څه باندې ۳ میلیارد افغانیو په ارزښت بروژې...

په هرات کې د څه باندې ۳ میلیارد افغانیو په ارزښت بروژې بشپړې شوې

تاند (پنجشنبه، د مرغومي جدې ۳ مه) د طالبانو چارواکو نن (پنجشنبې) په یو لړ مراسمو کې د شاوخوا ۳.۹۸ میلیارد افغانیو (نژدې ۶۰ میلیون ډالرو) په لګښت د برېښنا د څو سترو پروژو د پیل او بشپړېدو اعلان وکړ.

د مراسمو پر مهال د طالبانو د ریاست‌الوزرا مرستیال عبدالغني برادر وویل، چې د برېښنا څلور لویې پروژې پیل شوې او پنځه نورې پروژې په هرات ولایت کې د برېښنا د پراخولو او باثباته کولو په هدف افتتاح شوې.

برادر وویل، دا پروژې به د هرات ټولو صنعتي پارکونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره کړي او دا به سوداګریزو مرکزونو، استوګنو او کلیوالو سیمو ته هم وغځېږي، چې د صنعتي او اقتصادي ودې ملاتړ به وکړي.

هغه زیاته کړه، دا پروژې به له افغانستان سره مرسته وکړي چې د برېښنا یو باثباته کورنی سیستم ولري.

برادر همداراز د سړو خونو په برخه کې د پانګه‌والو لپاره د امتیازاتو اعلان وکړ او ویې ویل، چې دا ډول پروژې به د پنځو کلونو لپاره له مالیاتو معاف وي او د دولتي برېښنا شرکت «د افغانستان برېښنا شرکت» له‌خوا به ورته د دوامدارې برېښنا تضمین ورکړل شي.

هغه کورني او بهرني پانګه‌وال وهڅول چې له دغو امتیازاتو ګټه واخلي او له هېوادونو یې وغوښتل چې د «محدودوونکو سیاستونو» پر ځای د د دوی له ادارې سره تعامل غوره کړي، او د امنیت د ښه شوي وضعیت یادونه یې وکړه.

هغه پروژې چې د پنجشنبې په ورځ بشپړې شوې، پکې له ترکمنستان څخه د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د ۱۳۰ کیلومتره مزي غځونه او په کروخ، پښتون زرغون، اوبه او چشت شریف ولسوالیو کې د څلورو سب‌سټېشنونو جوړول شامل دي، چې شاوخوا ۴۰ زره کورنیو ته برېښنا برابروي.

په نویو پیل شویو پروژو کې د پل‌هاشمي سب‌سټېشن جوړول، د ۲۴ حوت شهیدانو سب‌سټېشن پراخول، په نورالجهاد سب‌سټېشن کې د نوې برېښنا کرښې نصب، او د پل‌هاشمي، نورالجهاد او ۲۴ حوت شهیدانو سب‌سټېشنونو ترمنځ د لېږد شبکو نښلول شامل دي.

د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، دا مهال د افغانستان د نفوس یوازې شاوخوا ۴۰ سلنه برېښنا ته لاسرسی لري.

افغانستان خپله ډېره برېښنا له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه واردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پانوس؛ سويډن ـ ډنمارک ادبي هنري کاروان، ادبي غونډې

راپور: محمدسمیع صادق د ژمي په يوه ماښام کي، چي  د دوستۍ او تفکر تودوښي يخوالی نرم کړی وو، د مالمو ښار چوپتيا د شال په څېر پر ځان راکش...