تاند (پنجشنبه د مرغومي – جدي ۴مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني وایي، چې دوی د دوحې تړون ته ژمن دي او د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو او سیمو ته هېڅ ډول ګواښ نشته دی.
هغه د پولیسو اکاډمۍ د نږدې ۹۰۰ زدهکړیالانو په فراغت غونډه کې د وینا پرمهال زیاته کړې چې افغانستان دا مهال یو خوندي هېواد دی او نړیوالو ته باید ډاډ ورکړل شي، چې د افغانستان خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي.
حقاني ویلي چې، د دوحې په مذاکراتو کې شوې ژمنې چې له مخې یې د افغانستان له خاورې څخه به نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښېږي؛ په بشپړ ډول عملي شوی دی.
سراچ الدین حقاني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې له بلې پاکستان په وار، وار ادعا کړې چې طالبانو د افغانستان په خاوره کې د دوی مخالفو وسلهوالو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي دي.
خو دا هغه ادعاوې دي چې طالبانو په وار، وار رد کړې دي.
حقاني په یاده غونډه کې پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي؛ د دغه هېواد اندېښنو ته په ځواب کې ویلي، چې دوی د دوحې تړون ته ژمن دي او د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو او سیمو ته هېڅ ډول ګواښ نشته.
هغه ویلي، چې ډله یې د دوحې د ژمنو له مخې د افغانستان شته ستونزې د خبرو له لارې حل کوي.
حقاني ټینګار کړی، چې دوی لا هم هڅه کوي له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستلو او دارنګه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ شته ننګونې له معقولو او دوامداره لارو حل کړي.