تاند (پنج شنبه د مرغومي – جدي ۴مه) بلخ کې د طالبانو د حکومت ولایتي رسنیز دفتر ویلي چې، د دغه ولایت والي د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف سره کتلي دي.
په دغه ناسته کې د قزاقستان سفیر په افغانستان کې د ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو ترڅنګ د یو شمېر ښوونیزو پروژو برخه کې هم د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف ویلي چې د خپل هېواد له اړخه د ترسره کېدونکو همکاریو څخه یې موخه په افغانستان کې د روغتیا او زدهکړو برخه کې د زیربناوو پیاوړي کول دي.
په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې د دغو پروژو د عملي کېدو موخه د افغانستان اوقزاقستان ترمنځ د بشردوستانه اړیکو د پراختیا او د ښه ګاونډیتوب لپاره مهم بلل شوې ده.
د دې ترڅنګ بلخ ولایت د قزاقستان د سفیر سفر د اقتصادي همکاریو د زیاتېدو او په افغانستان کې د قزاقستان له لوري د پانګونې ګڼو فرصتونو په تړاو خبرې هم ښودل شوي دي.
دا مهال افغانستان له قزاقستان سره پراخې سوداګریزې اړیکي او د دواړو هېوادونو په کچه هڅه کیږي د دوهاړخیزو همکاریو له لوري دغه اړېکې پراختیا ومومي.