پنجشنبه, دسمبر 25, 2025
Home+د پانوس؛ سويډن ـ ډنمارک ادبي هنري کاروان، ادبي غونډې

د پانوس؛ سويډن ـ ډنمارک ادبي هنري کاروان، ادبي غونډې

راپور: محمدسمیع صادق
د ژمي په يوه ماښام کي، چي  د دوستۍ او تفکر تودوښي يخوالی نرم کړی وو، د مالمو ښار چوپتيا د شال په څېر پر ځان راکش کړې وه او وخت داسې ښکارېدی لکه د تم کېدو اراده چي ئې درلوده، د پانوس ادبي هنري کاروان د دوراني ادبي غونډو يوه ناسته په سويډن کي د جوړېدو په درشل کي وه.
 دا کاروان خپل ادبي تمځایونه په نوبت سره د سويډن او ډنمارک ترمنځ بدلوي. ياده غونډه د شنبې په ورځ، د ۲۰۲۵م. کال د ډسمبر په ۱۳مه، د ماښام په ۶:۰۰ بجو، د مالمو ښار د افغان علمي او کلتوري مرکز په تالار کي شروع سوه.
خو تر هغه ډېر دمخه چي د ادبي محفل رسمي پیل اعلان سي، ادب لا له وړاندي تالار ته ننوتي وو.
د تالار په يوه څنډه کي، د پانوس ادبي حلقې مشر، ښاغلی عبدالمالک بېکسيار، د ملګرو له خوا راګیر سوی وو، هفوی چي نه يوازي د ده د کتابونو لوستونکي، بلکه د ده او د کلام مینه وال ئې هم ول. دوی لا له وړاندي د واټساپ د وړکي خو اغېزمن ادبي ګروپ له لاري نوموړي ته خبر ورکړی وو، چي غواړي د ده درې سره نوي چاپ سوي  کتابونه تر لاسه کړي،هغه کتابونه چي لا ئې د چاپ د رنګ تودښت درلود، او د خلوص او فکر تازه خوشبویي ترې خاته.
د کاروان لارویان يو په بل پسې ودرېدل. ښاغلي بېکسيار درې ګوڼي کتابونه په پاملرني، ميني او عاجزۍ سره لاسليک کړه. قلم خوځېدی، پاڼو ته ئې ساه ور بخښله، او نومونه په يادونو بدلېدل.
په همدې وخت کي، د پخلنځي له پرانيستي دروازې بلي ژبي خبري کولې ، د مسالو او اور ژبه. کړاهي په جوش کي وه، او خوشبویي ئې د څوکیو او کتابونو ترمنځ آزاده ګرځېده، لکه انتظار چي پخپله يو خوند ګرځېدلی وو.
د ماښام په ۶:۱۵ بجو، کله چي لاسليکونه بشپړ سول او تمه پخه سوه، غونډه په رسمي ډول پيل سوه.
د غونډي پیل
غونډه د پانوس ادبي ډلي رئیس، ښاغلي درمل مکمل، پرانيسته. هغه د خپل ځانګړي ارام سبک له مخي په ورو، سنجول سوي، او کرارو الفاظو له سوېډن او ډنمارک څخه راغلو غړو ته ښه راغلاست ووايه. د هغه ږغ د مشرتابه وقار لري، ټينګ، خو بې ‌بيړي، لکه هره جمله چي ئې غواړي د اورېدونکي په ذهن کي په نرمۍ سره کښېني.
بې له ځنډه ئې له حاضرینو څخه وغوښتل، چي د ښاغلي بېکسيار د درناوي لپاره د يوې دقيقې په درېدلو سره چکچکي وکړي، د هغه د دې نادري لاسته راوړني په ویاړ چي درې کتابونه ئې يو ځای خپاره کړي ول.
ټول ودرېدل.
بېکسيار هم د دوی په منځ کي ودرېد.
تالار له چکچکو ډک سو،نه د شور په معنی، بلکه د پېژندني او اعتراف په توګه. دا يو پر حقه درناوی وو، که څه هم ټول پوهېدل چي د لاسونو دا پړکا د دغو کتابونو د پاڼو تر شا د زحمت جبران هرګز نه سي کېدای.
له دې وروسته، ښاغلي مکمل د غونډي مشري درانه مشر او وتلي شاعر، ښاغلي ودير صافي ته وسپارله، يوه پرېکړه چي د پوهې او تدبير پر بنسټ ولاړه وه، ځکه چي له راتلونکو بحثونو، په ځانګړي ډول د کتاب د مخکتني له پلان سوي ناستي سره، نوموړی ښه آشنا وو.
پلانونه، نېټې او مسئوليتونه
د غونډي د مشرۍ تر لاسه کولو وروسته، ښاغلي ودير صافي ګډونوالو ته د يوې ستري راتلونکي ادبي غونډي په اړه معلومات ورکړل، د ښاغلي بېکسيار د وروستيو اثارو د چاپ په ویاړ او رسمي مخکتني ناسته، چې لاندیني کتابونه پکښي شامل دي:
  • شرم له سپي، د نثري ټوټو مجموعه
  • د چغو څکه، نهمه شعري ټولګه
  • وسواس، لسمه شعري ټولګه
دې غونډي ته د ۲۰۲۶م. کال د جنورۍ په آخري ورځو کي تابیا نیول سوې ده. دا ناسته به په ډنمارک کي، د يوه ښوونځي په تالار کې ترسره کېږي، چي د اروپا له بېلابېلو سيمو څخه د راغلو مېلمنو د کوربه توب وړتيا لري.
ګډونوالو د هغي نېټې په اړه بحث وکړ په کومه کي چي یوه ځايي اتحاديه، چي ښاغلی بېکسيار ئې د هیئت مدیره غړی دئ،  د خپل پروګرام د ترسره کولو پلان لري. کله چي نېټه وروستۍ سي، امکان لري چي دواړه پروګرامونه به په هماغه ورځ ترسره سي. ماښامنۍ به د اتحاديې او پانوس له لوري په ګډه برابرېږي. ملګرو دا هممهالی توب خنډ ونه باله، بلکه يو سمبوليک قوت ئې وګاڼه، يوه ورځ، دوې غونډې، او دا امکان چي د اروپا له ګوټ ګوټ څخه به افغان فکري څېرې په دواړو کي ګډون وکړي. نور جزییات به ډېر ژر د پښتو ادب له ټولو مینه والو سره شریک سي.
د ټولو ترتيباتو د سمبالولو لپاره يو کمېسيون وټاکل سو، چي غړي ئې دا کسان دي:
ښاغلی درمل مکمل، ښاغلی شاه رحمان ځواک، او ښاغلی نياز پياوړی.
بلني، موسيقي او ادبي نظم
غونډه ټولو مینه والو ته پرانيستې اعلان سوه، خو شاعرانو، ليکوالو او درنو مېلمنو ته به ځانګړي بلني لېږل کېږي. د بلني متن به بې له ځنډه د ښاغلي بېکسيار او ښاغلي هېواد شېرزاد له خوا چمتو کېږي.
د موسيقۍ مسئوليت ښاغلي کبير اميري ته وسپارل سو، چي همږغي به ئې له ښاغلي ودير صافي او ښاغلي نياز پیاوړي سره وي. د اضافي لګښتونو مالي مرسته به د ډلي غړي کوي، او پيسې به د اقتصادي چارو مسئول، ښاغلي ولایت خان ځدراڼ، ته سپارل کېږي.
د ادبي فضا جديت په ټينګار سره ياد سو. که څه هم غونډه د ښځینه وو او نارينه ‌وو دواړو لپاره پرانيستې ده، خو د ماشومانو په اړه په ځير بحث وسو، څو د ادبي ماښام د تفکري تقدس ساتنه وسي.
له نژدې دوو ساعتو بحث وروسته، د پاتې ټولو پرېکړو واک کمېسيون ته وسپارل سو. د همږغۍ لپاره ځانګړی واټساپ ګروپ جوړ سو.
ماښامنۍ
خواړه د بوفې په بڼه وړاندي سوه.
د ښاغلي جاوېد سروري کړاهي، د ښاغلي شېرزاد پلو، سلادونو او يخو مشروباتو تالار په يو ګډ کور واړاوه. ښاغلي وحيد، ښاغلي میوند او ښاغلي ځواک په پټه، خو په اخلاص، په پخلنځي کي زحمت ايستلی وو. مننه د ډکو بشقابونو او له میني ډکو زړونو له لاري څرګنده سوه.
مشاعره
د شپې په ۹:۱۵ بجو، مشاعره پيل سوه، چي کوربه توب ئې ښاغلي نياز پياوړی کوله. مشاعره و ښاغلي بیکسیار ته ځانګړې سوه.
د ادبي محفل دروازه د بېکسيار په دې غزل سره پرانيستل سوه، چي ویاړ ئې د ښاغلي پیاوړي په برخه سو:
ژوند روان دئ،  شا ته شا ته پسې ګورم
یو کاروان دئ، شا ته شا ته پسې ګورم
تر دې وروسته بېکسیار صاحب خپل دا غزل واوراوه:
قابو ئې کړه، نور و دي خوره څه غم د خاطرو
نور نه لرم محبوبي راشه زغم د خاطرو
نوبت د ښاغلي ودیر صافي وو چي د غزل مطلع ئې داسي وه:
بدل به اخلم د یوې یوې حساب به کوو
تر منځ مو ډېر څه، د ذرې ذرې حساب به کوو
وار ورسېدی ښاغلي محمد صدیق ننګ ته، هغوی خپل دغه غزل له ټولو سره شریک کړ:
پردی وطن هوا سړه وه، خو خوږه خوږه وه
تبجنه غېږه کي مي شپه وه، خو خوږه خوږه وه
د ننګ صاحب وروسته د ډاکټر صاحب نثار مرزا څخه هیله وسوه چي خپل کلام وړاندي کړي، هغوی هم خپل غزل داسي شروع کړ:
په مات وجود او مات زړه کي غمونه په ملا مات دي
زما په ماشوم زړه کي هوسونه په ملا مات دي
په محفل کي موجود مېلمه ښاغلي پامیر هم خپل دا غزل ولوست:
زما په زړه څنګه خوږه پرېوته
څنګه ښایسته څنګه ښایسته پرېوته
آخري نوبت د راقم الحروف محمد سمیع صادق وو. د یادونو دروازې تر عنوان لاندي ئې یوه لنډه ادبي ټوټه ولوسته چي رومانتیکه او نوستالژیکه بڼه ئې درلوده.
د کامرو سترګي پر همدغو ملګرو په ځانګړي ډول بېکسیار صاحب، بیا هم را وڅرخېدې چي کلامونه ئې ثبت کړي.
ښاغلي پياوړي د بېکسیار له نوي ټولګو څخه نور شعرونه هم ولوستل. دوستان کولای سي چي د مشاعرې شعرونه د پانوس د فېسبوک پر پاڼه په تصویري بڼه واوري.
فضا له مزاحیه رونقه هغه مهال ډکه سوه کله چي بېکسيار صاحب خپل طنزي او خندوونکی نظم « نېکر» ولوست. مشاعره د ښاغلي میوند په يوې ټوکي سره په قهقهو پاى ته ورسېده.
موسیقي
د شعرونو تر ارامېدو وروسته، شپې خپله دوهمه ساه په نغمو کي وموندله. ښاغلي کبیر خپله ارمونیه د ملګرو له تپېدونکو زړونو سره سور کړه. د پانوس پتنګانو د ږغ پر ځای په تال ځواب ورکړ؛ او چکچکی ئې د ګډ احساس نښي وې. وروسته ښاغلي محمدالله او ښاغلي پیاوړي دا لړۍ وغځوله او د نغمو او موسیقۍ محفل ئې ژوندی وساتی، داسي چي شپه ئې لا پسې جادویي کړه.
وروستۍ خبري
کله چي ساعت د شپې ۱:۰۰ بجې ته نژدې سو، له ډنمارک څخه راغلو مېلمنو د اوږدې لاري او د مالمو او کوپنهاګن ترمنځ د پله د اوښتو تياری ونيوی.
په همدې شېبه کي، ښاغلی بېکسيار ودرېد، په نرمو، رښتينو او نه هېريدونکو ټکو ئې یو څو خبري وکړې.
هغه د نثر خبره وکړه.
د هغه د هېرېدني خبره.
د هغه د چوپ ځواک خبره.
«شعر ډېر مينه ‌وال لري،» ده وويل، «خو نثر بیا ژوند لېږدوي!»
هغه پر ټولو ږغ وکړ چي نثر وليکي، شاهکارونه نه، بلکه شېبې. ورځنۍ پېښي. واړه حقيقتونه. انساني کيسې. «موږ له کيسو څخه ډک يو،» ده يادونه وکړه، «و ئې لیکئ هغه وړې کیسې!»
ده شريکه کړه چي د هغه نثري کتاب څنګه وزېږېد، له تيتو ليکنو، له فيسبوک پوسټونو، له تېرو شويو ورځو؛ او دا چي اوس لوستونکي دا کتاب ان د ده د شعرونو له ټولګو څخه هم زيات لولي. ده وویل چي د ده نثر دي ولوستل سي او دمنځپانګي په اړه ئې و هر ډول نیوکو ته په خلاص زړه حاضر دئ .
د پای شېبې
ادبي کنفرانس د ژمي په همهغه آرامه شپه کي پای ته ورسېد. خبري له بحثه تر تفاهمه ورسېدې، او ګډونوال د ذهني سکون او مثبت نیت سره جلا سول. د راتلونکي لپاره پلانونه په واقعي او سنجیده ډول مطرح سول، او دا باور پاته سو چي ګډ فکر او ښه نیت کولای سي راتلونکي غونډي لا پیاوړي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

تمناباټیا: د مخ د دانو درملنه مې په خپلو لاړو کوم

تاند(دوشنبه د مرغومي ـ جدي لومړۍ) هندۍ فلمي ستورې تمناباټیا ویلي چې، د خپل پوستکي د ساتنې لپازه د خپل مخ د دانو درملنه...