Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه هرات کې په ۱۲۰ میلیون ډالرو د المونیمي قوطیو د فابریکې...

په هرات کې په ۱۲۰ میلیون ډالرو د المونیمي قوطیو د فابریکې د جوړولو کار پیل شو

تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدي 4 مه) د افغانستان د المونیمي قوطیو د تولید د لومړۍ فابریکې د جوړولو کار د پنجشنبې په ورځ په هرات ولایت کې رسماً پیل شو، چې دا د صنعتي ودې او اقتصادي ځان‌بسیاینې پر لور یو مهم ګام بلل کېږي.

په اقتصادي چارو کې د ريیس الوزرا مرستیال، ملا عبدالغني برادر، د هرات د صنعتي پارکونو په ساحه کې د «پامیر» په نوم د المونیمي قوطیو د تولید شرکت د بنسټ ډبره کېښوده.

د فابریکې د مسوولانو په وینا، د دې ډول قوطیو فابریکه تراوسه په افغانستان کې نه وه او دا په خپل ډول کې لومړنۍ ده چې ۱۲۰ میلیون ډالره پانګونه پرې کېږي.

دا فابریکه د هرات په صنعتي پارک کې پر ۱۶ جریبه مځکه کې جوړېږي.

چارواکي وايي، د دې فابریکې له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۱۷۰۰ افغانانو ته د کار زمینه برابره شي. د هغوی په وینا، دا پروژه به د کورني تولید په پیاوړتیا، د وارداتو پر کمولو او د ملي اقتصاد په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.

د مسوولانو په باور، د دې پروژې پیل د هېواد په صنعتي سکتور کې د پانګونې د زیاتوالي څرګنده نښه ده او د اقتصادي ځان‌بسیاینې د ودې لپاره د خصوصي سیکتور د روانو هڅو دوام ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...