Homeخبرونه‏مسوولان: هرات کې نن د برېښنا د لېږد ۹ لویې پروژې پرانیستل...

‏مسوولان: هرات کې نن د برېښنا د لېږد ۹ لویې پروژې پرانیستل کېږي

تاند ( پنج شنبه د مرغومي ـ جدي ۴مه) د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د ملاعبدالغني برادر له لوري به نن پنجشنبه هرات کې د برېښنا د لېږد او وېش ۹ لویې پروژې پيل او ګټنې ته وسپارل شي.

اقتصادي معاونیت د یادو پروژو ارزښت ۳ اعشاریه ۹۸میلیارده افغانۍ ښودلی دی.

د دې پروژو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

دا پروژې داسې مهال پرانیستل کېږي، چې وړمه ورځ هم د شاوخوا دوه میلیارد افغانیو په ارزښت د جوزجان ولایت قو‌ش‌تېپې او درزات ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژه بشپړه او ګټنې ته وسپارل شوه.

د نظر خاوندان بیا دا ډول چټک اقتصادي رغنیز کارونه د هېواد په خیر بولي او زیاتوي چې، په دې سره د برېښنا ستونزې د کمېدو ترڅنګ خلکو ته هم کاري زمینې برابرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...