پنجشنبه, دسمبر 25, 2025
Home+ایا نارینه له منځه ځي، ځای به یې څوک ونیسي؟

ایا نارینه له منځه ځي، ځای به یې څوک ونیسي؟

تاند (عڅ) د ساینس په نړۍ کې یو پخوانی او مهم بحث یو ځل بیا تود شوی دی: ایا زرګونه کاله وروسته به په انسانانو کې نارینه پاتې شي که نه؟

دا بحث په ۲۰۰۲ کال کې هغه مهال پیل شو، کله چې د استرالیا د ارتقا پېژندنې متخصصې جېني ګریوز په یوه علمي مقاله کې ولیکل چې د انسان Y کروموزوم ورو ورو د له منځه تلو په حال کې دی.

Y کروموزوم (chromosome) په انسانانو او یو شمېر نورو ژوو کې هغه جینیټکي کوډ دی چې دا ټاکي جنین به هلک وي که نجلۍ. همدا کروموزوم هغه جینونه لري چې د نارینه ځانګړتیاوو د رامنځته کېدو بهیر پیلوي.

د جېني ګریوز په وینا، Y کروموزوم په تېرو شاوخوا ۳۰۰ میلیونه کلونو کې خپل نژدې ۹۷ سلنه پخواني جینونه له لاسه ورکړي دي، او که دا بهیر همداسې روان پاتې شي، ښايي څو میلیونه کاله وروسته بشپړ له منځه ولاړ شي.
د دې اټکل له خپرېدو وروسته، نړیوالو رسنیو داسې انګېرله چې ګواکې په انسانانو کې به نارینه ختم شي، حال دا چې د ګریوز موخه دا نه وه چې دا ډول حتمي پایله وړاندې کړي.

خو پوښتنه دا ده: که چېرې Y کروموزوم رښتیا هم له منځه ولاړ شي، نو څه به وشي؟

ساینسپوهان وايي، دا ناممکنه خبره نه ده، ځکه په ځینو ژوو کې دا بدلون لا له وړاندې رامنځته شوی دی.
د موږکانو په ځینو ډولونو کې Y کروموزوم بشپړ له منځه تللی او د جنس ټاکنه د بل جینیټکي میکانیزم له لارې کېږي.

په «سپایني موږکانو» کې خو آن یوه نوي کروموزوم د جنس د ټاکلو دنده پر غاړه اخیستې ده.

جېني ګریوز وایي، که په انسانانو کې هم کوم نوی جینیکي سیستم رامنځته شي، ښايي ډېر ژر د Y کروموزوم ځای ونیسي. د هغې په اند، ممکن دا بدلون لا له وړاندې په کوم ځای کې پیل شوی وي، خو موږ ترې خبر نه یوو، ځکه عموماً جنس ټاکونکي جینونه په دوامداره توګه نه څېړل کېږي.

خو د ساینسپوهانو یوه بله لویه ډله له دې نظر سره موافقه نه ده.
د ماساچوسیټس د ټکنالوژۍ انسټیټیوټ (MIT) د تکامل متخصصه جېن هیوز وایي،Y کروموزوم اوس نسبتاً ثابت شوی او اساسي جینونه یې له شاوخوا ۲۵ میلیونه کلونو راهیسې خوندي پاتې دي.

د هغې په وینا، Y کروموزوم په لومړیو پړاوونو کې ډېر ژر جینونه له لاسه ورکړل، خو وروسته دا بهیر ودرېد، ځکه پاتې جینونه د ټول بدن لپاره ډېر مهم دي او طبیعت یې د له منځه تلو اجازه نه ورکوي.

خو جېني ګریوز له دې نظر سره اختلاف لري.
هغه وایي، هغه جینونه چې خوندي بلل کېږي، ښايي یوه ورځ د بل جینیټک سیستم له خوا بدل شي.
د هغې په وینا، په Y کروموزوم کې د ځینو جینونو څو کاپۍ شته، چې ښايي ټولې فعاله هم نه وي، او دا حالت د تکامل کمزورۍ نښه ده.

ساینسپوهان په دې خبره کې همغږي دي چې Y کروموزوم په پیل کې د X کروموزوم په څېر و، خو شاوخوا ۲۰۰ میلیونه کاله وړاندې چې د جنس ټاکلو رول یې واخیست، د خپل ځان بیا تنظیمول یې بند کړل. له همدې امله یې ډېر جینونه له منځه ولاړل. نن ورځ په دې کروموزوم کې یوازې شاوخوا ۳ سلنه جینونه پاتې دي، خو دا لازمي نه ده چې دا بهیر تل په یوه مستقیمه کرښه روان پاتې شي.

له همدې امله، جېني ګریوز هم وایي چې د هغې په اټکل «له اوس څخه تر هیڅکله پورې» هر څه کېدای شي.

په زړه پورې دا ده چې په ۲۰۱۱ کال کې د دغو دوو ساینسپوهانو ترمنځ یوه علمي مناظره وشوه، چې پکې نیمایي کارپوهانو وویل Y کروموزوم ثابت دی، او نیمایي نورو وویل چې د له منځه تلو امکان یې شته. دا بحث تر ننه هماغسې پر خپل ځای ولاړ دی.

اصلي پوښتنه دا نه ده چې په راتلونکو شپږو میلیونو کلونو کې به نارینه پاتې شي که نه، بلکې دا ده چې ساینس لا هم د دې پېچلي کروموزوم د تکامل او ارتقاع د بشپړ درک هڅه کوي.

حقیقت دا دی چې د انسانانو راتلونکې تر دې موضوع ډېر مخکې د نورو سترو نړیوالو ننګونو تر اغېز لاندې راتلای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پانوس؛ سويډن ـ ډنمارک ادبي هنري کاروان، ادبي غونډې

راپور: محمدسمیع صادق د ژمي په يوه ماښام کي، چي  د دوستۍ او تفکر تودوښي يخوالی نرم کړی وو، د مالمو ښار چوپتيا د شال په څېر پر ځان راکش...