تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدې ۳ مه) د سورسمندرګي پر ساحل د سعودي عربستان لهخوا د ریډ سي په نوم لوکسه جوړه شوې سیاحتي پروژه د نړۍ د نامتو څېرو د پام په مرکز بدله شوې ده. د نړۍ د فوټبال ستوري کریستیانو رونالډو او د هغه مېرمن جورجینا رودریګز هم د دې پروژې له لومړنیو پېرېدونکو څخه شول او د سپینو شګو او شنو ـ نیلي اوبو تر منځ یې ښکلې لوکسه ویلا واخیسته.
د سورسمندرګي دا تازه اباده شوې ساحه په نړیواله کچه د لوکس او لوړ معیار سیاحت یوه نوې نښه بلل کېږي. دا ستره سیاحتي پروژه د سعودي ویژن 2030 تر چتر لاندې طرحه شوې او شاوخوا ۲۸ زره مربع کیلومتره پراخوالی لري. په دې پروژه کې ۲۲ طبیعي ټاپوګان او ۶ داخلي سیمې شاملې دي، چې پکې له زرو ډېرې لوړې ودانۍ او ۵۰ لوکس هوټلونه جوړېږي، چې ټولټال به تر ۸ زره زیاتې خونې ولري.
په دغو ټولو ځایونو کې نجوما ځانګړی اهمیت لري، ځکه دا د نړۍ له هغو یوازې ۹ خورا لوکسو استوګنځایونو څخه دی. په همدې ځای کې کریستیانو رونالډو او جورجینا رودریګز له شته ۱۹ شخصي ویلاوو څخه دوې اخیستي او د لومړنیو پانګهوالو په نوملړ کې شامل شوي دي. دا ویلاوې د شفافو نیلي اوبو او سپینو شګو تر منځ موقعیت لري او له بشپړ سکون او محرمیت څخه برخمنې دي.
د رونالډو لهخوا د دې جایداد رانیول دا ښيي چې دا ځای د هغو کسانو لپاره ځانګړی جذابیت لري، چې هم ماجراجو دي او هم د طبیعت په زړه کې مجلل ژوند غواړي.
د ادارې د معلوماتو له مخې، رونالډو او جورجینا له ۲۰۲۳ کال راهیسې، چې دا ساحلي استوګنځایونه پرانیستل شوي، څو ځله دې سیمې ته سفر کړی دی. رونالډو په نجوما کې پر دوو لوکسو ویلاوو پانګونه کړې ده؛ یوه دوې خونې لري چې د شخصي رخصتیو لپاره ده او بله درېخونې لري چې د کورنۍ له غړو سره د وخت تېرولو لپاره یې پېرودلې ده. دا جوړه د ټاپو له بشپړ محرمیت او طبیعي ښکلا څخه ځانګړې اغېزمنه شوې او د لا نورو پانګونو امکان هم ارزوي.
کریستیانو رونالډو ویلي، د سعودي عرب د سور سمندرګي سیمه یو بېساری او زړهراښکونکی ځای دی، چې طبیعي ښکلا یې انسان ته ذهني سکون وربخښي. د هغه په وینا، کله چې دوی لومړی ځل ټاپو ته ورسېدل، سمدستي یې له دې چاپېریال سره ژوره اړیکه احساس کړه. اوس چې یې دلته دايمي استوګنه ترلاسه کړې، کولی شي هر وخت له خپلې کورنۍ سره په بشپړ ارام، امنیت او شخصي فضا کې وخت تېر کړي.
د سعودي عرب د سورسمندرګي سیاحتي پروژه د ۲۰۱۷ کال په جولای کې د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان لهخوا اعلان شوه. دا پروژه د تبوک ولایت د اُملُج او الوجه تر منځ موقعیت لري او د سورسمندرګي پر غاړه شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره ساحلي پټه (تړانګه) رانغاړي. په دې سیمه کې صحرا، شګلنې ساحې، غرونه، اورغوځې (آتشفشاني) سیمې او له ۹۰ څخه زیات طبیعي ټاپوګان شامل دي، چې په خپل اصلي حالت کې ساتل شوي دي.
د سورسمندرګي پروژې تر چتر لاندې، په لوړ نړیوال معیار برابر تفریحي ځایونه پرانیستل شوي دي.
ریډ سي ډیسټینیشن په نړیواله کچه د لوکس سیاحت نوی مرکز بلل کېږي، چې پکې د ریزورټونو او ولاوو تر څنګ سوداګریز مرکزونه، لوړپوړي رستورانتونه، د ګالف میدانونه او فرهنګي فعالیتونه هم شامل دي.
د سورسمندرګي نړیوال هوايي ډګر له لارې دا سیمه جدې، ریاض، دوحې، دوبۍ او میلان ته مستقیمې الوتنې لري. د دې اسانتیا له امله شاوخوا ۲۵۰ میلیونه خلک کولی شي په درې ساعتونو کې دې ځای ته ورسېږي، او د اتو ساعتونو د سفر په واټن کې د نړۍ د نفوس ۸۰٪ دې لوکس سیاحتي مرکز ته لاسرسی لري.