شنبه, مې 11, 2024
Home+په دې ورځ دنیا بې چارلي چاپلینه شوه

په دې ورځ دنیا بې چارلي چاپلینه شوه

تاند- له نن څخه ۴۶ کاله پخوا د ۱۹۷۷ د دسمبر په ۲۵ مه د نړۍ نامتو کومېډین او ډایرکتر چارلي چاپلین د ۸۸ کلونو په عمر په سویس کې مړ شو.

چارلي چاپلین د متحرکو فلمونو په تاریخ کې تر ټولو اغېزمن او مهم کومېډین ګڼل کېږي.

دا بریتانیايي کومېډین، لیکوال، پروډیوسر، ډایرکتر او کمپوزر د ۱۸۸۹ د اپریل په ۱۶ مه په لندن کې زېږېدلی دی.

چاپلین د ده د پلار تخلص و خو دی په ماشومتوب کې له پلاره په دې خاطر جلا شو چې مور یې طلاق واخیست او دی له مور سره پاتې شو.

چارلي چاپلین (چارلو) د لندن په ختیځ لین کې د والورت په سیمه کې زیږیدلی. د چارلي مور او پلار، چې د ده تر درې کلنۍ مخکې جلا شول، مسلکي هنرمندان وو. دوی د موسیقۍ په هالونو او مختلفو تیاترونو کې کار کاوه. د چارلي مور، هانا هریټ پیډلنګم هیل (16-1889)، چې د سټیج نوم یې لیلی هارلي و، په 1865 کې دا مسلک پیل کړ.

د چاپلین ژوند هغه وخت ستونزمن شو کله چې د هغه د مور حالت چې په رواني بې ثباتۍ اخته وه، خراب شو. آن هانا په 1928 کې پر سټیج د اجرا په لړ کې خپل غږ له لاسه ورکړ، او د هغې رواني ستونزې د اقتصادي تنګسې له امله زیاتې شوې.

3 COMMENTS

  1. که ما ته د نړۍ پر مخ د ټولو انسانانو له جملې څخه فقط د یو کس د غُفران صلاحیت او اختیار راکړه سی ( البته د والدین او دوستانو او وطندارانو او صالح بشریت سربېره ) نو زه به همدا فقید چارلی چاپلین وټاکم.
    چارلی چاپلین د پاکو انسانی احساساتو څښتن او د امپریالیزم او کاپیټالیزم خاموش او شوخ دښمن ؤ.
    چارلی چاپلین د هنر په نړۍ کی د ” کومیک او تراژدیک ” معجون یوه پخه فطیره او د انسانی پیغام یو ماهر قاصد ؤ.

  2. د چارلی چاپلین ویناوی:
    دا مې زده کړي دي چې …. د مينې په پرتله، مهربانه ايسېدل غوره دي. مهربانه واوسئ.

    ـ دا مې زده کړي دي چې …. هېڅکله بايد د ماشومانو ډاليو ته نه ونه وايم. د ماشومانو ډالۍ مه ردوئ.

    ـ دا مې زده کړي دي چې …. بايد هېڅکله هغه چا ته چې هېڅ ورته نشم کولی، د مرستې ژمنه وکړم.

    ـ دا مې زده کړي دي چې …. ډېری وخت هغه څه چې نور يې له مونږ څخه غواړي، فقط لاس دی د لاسنيوي لپاره او زړه دی د پوهولو لپاره. نورو ته په مينه لاس ورکړئ او خبرې يې په مينه واورئ او درک يې کړئ.

    ـ دا مې زده کړي دي چې …. په ماشومتوب کې مې د پلار سره د اوړي په يوه شپه کې قدم وهل، په لويوالي کې راته ترهرڅه جالبه وه، ماشومتوب بېرته نه راځي.

    ـ دا مې زده کړي دي چې …. پيسې شخصيت نشي جوړولی.

    دا مې زده کړي دي چې …. الله تعالی ټول څيزونه په يو وار نه دي خلق کړي نو څه د دې باعث شوه چې زه دې په دې فکر وکړم چې زه کولی شم ټول کارونه په يوه ورځ ترسره کړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب