Homeخبرونهسږ کال کرسمس له عددي نظره کمساری دی، په هرو سلو کلونو...

سږ کال کرسمس له عددي نظره کمساری دی، په هرو سلو کلونو کې یوار داسي کېږي

تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ لیندۍ ۴ مه) د ۲۰۲۵ کال کرسمس له عددي پلوه جالب شوی او توجه یې ځان ته اړولې ده. د 25/12/25 نېټه نه یوازې د دوو ۲۵ عددونو په خاطر پام ځان ته اړوي، بلکې دا هغه تاریخي تصادف هم دی چې له سل کلونو وروسته بیا تکرارېږي.

که څه هم کرسمس تل د دسمبر په ۲۵مه نمانځل کېږي، خو دا چې کال هم ۲۰۲۵ دی، دې ورځې ته یو ځانګړی عددي توازن وربخښي. تر دې وړاندې دا ډول ترتیب یوازې د ۱۹۲۵ کال د دسمبر په ۲۵مه رامنځته شوی و، او بیا به له سل کلونو وروسته په ۲۱۲۵ کال کې بیا تکرار شي.

د عددونو دې نادرې همغږۍ د تقویم کارپوهانو، د شمېرو مینه‌والو او عامو څارونکو پام هم ځان ته اړولی دی. د لوېدیځوالو په خواله رسنیو کې هم د «۲۵ دسمبر ۲۵» ځانګړې نېټه د بحث توده موضوع ګرځېدلې ده. ډېری کسان د دې یادګاري ورځې لپاره ځانګړې لیکنې، ډیزاینونه او نور سمبولیک توکي چمتو کوي.

که څه هم د دې مذهبي اختر اصلي پیغام او روح هماغه پخوانی دی، خو د تاریخ دې نادر ترتیب د ورځې ارزښت نور هم زیات کړی او ډېر خلک یې د ژوند «یو‌وار ترلاسه کېدونکی فرصت» بولي.

د نړۍ مسیحیان هر کال د دسمبر په ۲۵مه د حضرت عیسیٰ علیه‌السلام د زېږون د درناوي په پار کرسمس نمانځي.

د پېړیو له تېرېدو سره کرسمس یوازې یو مذهبي مناسبت نه دی پاتې شوی، بلکې یو نړیوال کلتوري جشن ګرځېدلی چې پکې مذهبي مراسم، کورنۍ غونډې، د تحفو تبادله، ځانګړي خوراکونه، رنګارنګ محفلونه او فرهنګي فعالیتونه پکې شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په برلین کې د نوروز جشن نمانځنه

راپور: محبوب الله خان پل فرهنګي او کلتوري ټولنې په برلین کې پسرلنی جشن او نوروز ونمانځه. پل فرهنګي او کلتوري ټولنې د جرمني په پلازمېنه...