دوشنبه, فبروري 9, 2026
Homeخبرونهد تخار د پولیسو پخوانی قومندان په تهران کې وژل شوی

د تخار د پولیسو پخوانی قومندان په تهران کې وژل شوی

تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدې4 مه) د طالبانو د حکومت یو مخالف پاسوال اکرام‌الدین سریع، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، ایران ته تللی و، په تهران کې وژل شوی دی.

سریع د جمهوري حکومت په مهال د تخار ولایت د پولیسو قومندان و.

راپورونه وايي چې نوموړی د ایران په پلازمېنه تهران کې، چې وسله په اسانه نه شي ترلاسه کېدای، د نامعلومو کسانو، یا کس له لوري وژل شوی او په دې برید کې د هغه یو ساتونکی هم وژل شوی او بل تن ټپي شوی دی.

ځینې سرچینې وايي چې اکرام الدین سریع، چې د یاسین ضیا په مشرۍ د ازادۍ جبهې غړی و، د خپلې سیالې ډلې، د مقاومت جبهې له لوري، چې احمد مسعود یې مشري کوي، وژل شوی دی.

دې دوو ډلو په وروستیو کې په خپل منځ کې اختلافات رد کړل خو ویل کېږي چې د دوی ترمنځ اختلافات لا زیات شوي دي.

اکرام‌الدین سریع د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و.

 د راپورونو له مخې، هغه د ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب په میاشت کې د ایراني ځواکونو له‌خوا نیول شوی او پوښتنې – ګروېږنې ورڅخه شوې وې خو څرګنده نه ده چې وروسته څرنګه پرېښودل شو.

د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، یو شمېر پخواني نظامیان د طالبانو د احتمالي غچ اخیستنې له وېرې ایران او پاکستان ته ولاړل. په تېرو څلورو کلونو کې یو شمېر دا کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له دغو هېوادونو ایستل شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاسوال سریع تر وژل کېدو مخکې د ایران د رضوي خراسان په مرکز مشهد کې یو بل قوماندان، چې محمد معروف نومېده او پخوا په هرات کې د اسماعیل خان له قوماندانانو څخه و، ووژل شو. د معروف د وژل کېدو په اړه ویل شوي و چې د اکثرو نورو تنظیمي قوماندانانو په شان ممکن د شخصي دښمنۍ پر اساس وژل شوی و.

1 COMMENT

  1. ایران کې د ملک تاتار او جنرال سریع ترمنځ اختلاف او د سریع وژنه؛
    ملک تاتار هغه ناوړه او جنایتکاره څیره ده چې تخار کې یې د پښتنو په ځورونو، ډله ایزو وژنو او تخار نه د پښتنو په جبري شړلو، د هغوي د ځمکو او کورونو په غصبولو کې سخت مشهور دی.
    د دي وحشي کومندان مشهوره وینا ده چې زه خدای ج د پښتنو د وژلو لپاره دې نړۍ ته رالیږلی یم او دا کار یې په عمل کې هم ښودلی دی، د ده لخوا تخار کې د هغوي (پښتنو) د ځمکو نیول او وروستۍ ټولوژنه په ۲۰۱۹ کال کې د تخار په چاه اب سیمې کې ترسره شوه، هغه مهال جنرال سریع هلته امنیه کومندان و، ده (تاتار) او د جمعیت ګوند بل کومندان (شامل) د پورته ذکر شوې سیمې په یو کلي کې ۲۱ تنه ځايي پښتانه ښځې، کوچنیان او نور په پوې شپې کې شهیدان کړ.
    ( د هغه کلي دقیق نوم اوس زما له ذهنه وتلی خو خیل په کې راته).
    په سبا ولسمشر غني د امرالله صالح د مخالفت برسیره د ده وحشي د نیولو لپاره جدي اقدام وکړ خو دا او شامل دواړه کوم نا مالوم ځای ته تښتیدلي وو، او د ده نیولو پسې فوق العاده لیږل شوي ځواک باندې تالبانو د بیا راتګ په لارو کې له بده مرغه سختې حملې وکړي، د تاتار په ځای زمونږ ځواکونه هلته د تالبانو سره په جګړې اخته شول، د تالبانو شدیدو حملو د تاتار او ملاتړو هغه خبره پخه کړه چې مونږ پښتانه نه ، بلکې تالبان وژلي دي او دا سیمه د تالبانو یو سنګر دی.
    تازه د جمعیت او شورای نظار جنګي ډلې ځینو خلکو ادعا کړې ده چې د هغوي کومندان جنرال سریع ده (ملک تاتار) په ایران کې وژلی دی، هغوي د ثبوت لپاره د ده یو غږیز اخطاریه کلیپ چې اکرام الدین سریع ته یې لیږلی و د ثبوت په توګه وړاندې کوي، په یاد کلیپ کې ملک تاتار وایي چې سریع غواړي ما له ایرانه ډیپورټ کړي او تالبانو ته مې په ګوتو ورکړي، تاتار زیاتوي چې سریع دا کار نه شي کولی او که ایران نه وي نو په دوو نورو ګاونډیو هیوادونو کې هم د قومیت له مخې ژوند کولی شي.
    تاتار په کلیپ کې زیاتوي که اکرام الدین سریع له دي کاره لاس وانخلي عواقب به یې په خپلې غاړې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا...