دوشنبه, فبروري 9, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهروسیه غواړي چې په افغانستان کې د رېللارو په جوړولو کې برخه...

روسیه غواړي چې په افغانستان کې د رېللارو په جوړولو کې برخه واخلي

تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدي ۲ مه) روسي چارواکي وایي چې مسکو د افغانستان په خاوره کې رېلګاډي د نوو لارو جوړولو ته لېوالتیا لري او دا طرحه دا مهال تر جدي څېړنې لاندې ده.

د روسیې د صدراعظم مرستیال الکسي اوورچوک د چهارشنبې په ورځ له «روسیه ۲۴» تلوېزیوني چاینل سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان په قلمرو کې د رېللارې د جوړولو امکان ارزول کېږي او دا پروژه به لوېدیځې او ختیځې لارې هم راونغاړي.

هغه زیاته کړې چې روسیه د دې سترې پروژې د تخنیکي اسنادو په چمتو کولو کې ونډه لري او روسي متخصصان د ارزونې او اړوندو خبرو په بهیر کې فعاله برخه اخلي.

اوورچوک ویلي، روسی لوری دې پروژې ته خوشبینه دی او د دغو لارو پراختیا د هغو هڅو برخه بولي چې موخه یې له هغو هېوادونو سره د ترانزیتي اړیکو پیاوړتیا ده چې د «نړیوال جنوب» په نوم یادیږي.

د روسیې د صدراعظم مرستیال په وینا، هر څومره چې د ترانزیټ او لوژستیک لارې متنوع شي، همغومره به د روسیې او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره ډېر فرصتونه رامنځته شي.

تر اوسه د دې پروژې د دقیقو مسیرونو او یا هم د عملي کېدو د مهالوېش په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

روسیه د اوکراین له جګړې وروسته د لوېدیځ د بندیزونو له کبله هڅه کوي چې له آسیایي هېوادونو سره نوې سوداګریزې لارې جوړې کړي. د روسي چارواکو په وینا، افغانستان کولای شي په دې ستراتیژۍ کې د نښلوونکي کړۍ مهم رول ولوبوي.

حاضردمه ترانس افغان هغه پروژه ده چې ازبکستان پکې زیاته لېوالتیا ښيي او د جوړېدو په صورت کې د ازبکستان په شمول د منځنۍ اسیا هیوادونه او روسیه د افغانستان له لارې له پاکستان سره وصل کېږي.

په همدې حال کې چین لېوالتیا ښوولې چې د افغانستان له لارې به خپلې رېللارې له ایران سره ونښلوي.

تر دې دمه په افغانستان کې د ریلګاډي یوازې دوې پروژې عملاً بشپړې شوي یا د بشپړېدو په درشل کې دي چې یوه د حیرتان- مزارشریف ریللار ده او بله د ایران او هرات ښار پروژه ده چې شاوخوا ۸۰ سلنه کار یې بشپړ شوی دی. تمه ده چې دا رېللار په لومړي ګام کې له هرات څخه تر مزارشریف پورې وغځول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا...