Homeخبرونهاقتصادي خبرونه‏واخان کې د ۳میلیونه یورو په لګښت د اوبو رسونې د یوه...

‏واخان کې د ۳میلیونه یورو په لګښت د اوبو رسونې د یوه کانال چارې بشپړې شوې

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۳مه) د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ کې د ۳میلیونه یورو په لګښت د اوبو رسونې یو ستر کانال چارې بشپړې او ګټنې ته وسپارل شو.

واخان کې د طالبانو د حکومت ولسوال مولوي وجه‌الدین ویلي،دغه کانال سره به په یو شمېر کلیو کې ۷۰۰جریبه کرنېزه ځمکه خړوبه شي.

نوموړي ویلي، یاد کانال به د کرنې ښه‌والي، حاصلاتو زیاتېدو او د سیمه‌ییز اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولري او د بزګرانو د ځان بسیاینې لامل شي.

په ورته مهال د سیمې اوسېدونکي هم د دغه کانال د اوبو رسونې برخه کې یو مهم ګام بولي.

مسوولان وایي، واخان کې د اوبو رسونې دغه کانال چې، د رغونې چارو یې دوه کاله وخت نیولی مالي لګښت یې د اروپايي ټولنې له لوري ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...