لیکنه: ډاکټر ش میرهکی
دغه مُقوي او مغذي میوه په طبیعي شکل په غرونو کې راشنه کیږي، دا میوه د هیواد له نامتو وچو میوو څخه شمیرل کیږي او په پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتو کې پریمانه پیدا کیږي.
جلغوزې په پراخه پیمانه امینو اسیدونه او ګټور غیراشباع غوړ لري. دا خوندوزه میوه ډیرې ګټې بدن ته لري.
د جلغوزیو غوړ د بدو کولسټرولو ضد دي، په بدن کې د وینې شریانونه له هر رنګه زیان څخه په امن کې ساتي او همدا علت دی چې د زړه له حملو څخه د انسان په خوندي کولو کې مرسته کوي.
جڼغوزې پرېمانه A , E , D ویټامینونه لري چې د پوستکي د روغتیا او سلامیتا لپاره او د سترګو د تقویې لپاره ګټور دي.
په جلغوزو کېموجود نیاسین یا ویټامین B3 د اعصابو او حافظې د تقویې باعث کیږي. جلغوزې د وسپینې په درلودو د بدن ټولو سلولونو یا حجرو ته اکسیجن رسوي او د حجراتو د غښتلتیا سبب کیږي.
جلغوزې ګرم طبعیت لري نو له همدې سببه هغه کسان چې ګرم او وچ مجاز لري باید په خوړو کې یې احتیاط وکړي. او هغه کسان چې سوړ مجازه دي هغو ته لا ګټورې دي. دا میوه د ځیګر لپاره هم ډیره ګټوره ده او د وینې تري ګلیسیراید (وازده) هم ښکته کوي.
جلغوزې له ښو غوړو او فایبر څخه هم غني دي او له دې کبله اشتها کموي او د بدن وزن ورسره کمیږي او قبضیت هم نه پېښوي.
د جڼغوزیو درملیز خاصیت
جلغوزې د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي، بدن ته روغتیایي مرسته کوي، او ټول بدن تقویه کوي.
که څوک له بې خوبۍ څخه کړیږي جلغوزې ورته ښه درمل دي ځکه ډیر مګنیزیم لري.
د وینې فشار تل نورمال ساتي ځکه په پراخه پیمانه منګینزیم او پوټاسیم لري، عضلات پیاوړي کوي او عضلاتي دردونه هم تسکین کوي، اندیښنه او د بدن ستړیا له منځه وړي.
هغه څوک چې د مثانې ډبره لري د هغې په له منځه وړلو کې مرسته کوي.
هغه کسان چې سوړ مجاز لري او په جنسي میل کې ستونزه لري، د جلغوزیو خوړل ورته توصیه کیږي او ستونزه یې کمېږي.
جلغوزې د مغز د لا پیاوړتیا او تقويې سبب کیږي.
هغه وګړي چې سپرم یې کم وي دا جادويي میوه دې خوري.
جلغوزې د پوستکي لپاره ښه درمل دي که غواړئ پوستکی مو ښکلی شي جلغوزې خوړینې یا حل کړئ او پر مخ مو وموښئ او یو ساعت وروسته یې په تړمو اوبو پریمنځئ.
که څوک د ځیګر ستونزه لرئ جلغوزي دې په سرکې کې لندې کړي او هره ورځ دې وخوري.
یادونه: په خوړولو کې افراط هم مه کوئ.