تاند (چهارشنبه د مرغومي – جدي ۳مه) د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري نن د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر عليرضا بېکدلي سره کتلي او دغه هېواد ته د کارګرانو په قانوني لېږد یې ورسره خبرې کړي.
عمري نن(چهارشنبه، د ډسیمبر ۲۴مه) ویلي، چې ایران او افغانستان په دوهاړخیزه کاري اړیکو، ایران ته د کارګرانو په قانوني لېږد، کاري ځواک په غوره تنطیم، د ګډو همکاریو پر پراختیا او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د وضیعت د ارزونې په موضوعاتو یې خبرې وکړي.
له دې سره افغان لوري افغانستان کې په کمي او کیفي ډول د فني او حرفوي زدهکړو د پروګرامونو د پراختیا، په همغږۍ سره د ګډو تخنیکي او حرفوي روزنیزو پروګرامونو جوړولو او په ایران کې د افغان کارګرانو د بشري او کاري حقونو تضمین، په شمول افغان کارګرانو ته په عادلانه توګه مزد ورکړې ټینګار کړی دی.
طالب وزیر عمري د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې چې دوی غواړي له ایران سره په منظم، قانوني او ګټور ډول د مسلکي او په کار پوه کارګرو د لېږد، په هغه هېواد کې د هغوی د حقونو خوندي کولو او د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په برخه کې تفاهم ته ورسېږي، او له هغه هېواد سره د کار ځواک تبادله وکړي.
همداراز عليرضا بېکدلي ویلي چې ایران چمتو دی، څو د کډوالو په غوره ډول انتقال او ټولنیز ملاتړ په برخو کې د ګډو پروژو د تطبیق له لارې د افغانستان ترڅنګ پاتې شي او موږ پر دې باوري دي، چې له افغانستان سره همکاري نه یوازې انساني مسوولیت، بلکې د سیمې د ثبات لپاره اړینه ده.
ایراني لوري زیاته کړې چې، له افغانستان سره د کاري ځواک تبادلې ته لیواله یو، او غوره بولو چې افغان ماهر ځواک ته په خپل کار بازار کې او ایراني ماهرو کارګرانو ته؛ د افغانستان په کار بازار کې د فعالیت زمینه برابره شي.
په دغه لیدنه کې ایران د طالبانو دکار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړه.