تاند (چهارشنبه د مرغومي – جدي ۳مه) د روغتیا نړیوال سازمان او د روغتیا نړیوال کلستر ویلي، چې په روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې د سخت مالي بحران له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه یا خو خپل فعالیتونه درولي او یا هم په بشپړ ډول تړل شوي دي.
د یادو بنسټونو د تازه راپور له مخې، چې د ډسمبر په ۲۴مه د بشري مرستو پر معلوماتي وېبپاڼه «ریلیف ویب» خپور شوی، ټولټال ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه د بودجې د نشتوالي له امله اغېزمن شوي دي.
په راپور کې راغلي چې،د دې مرکزونو تړل کېدل تر ډېره د نړیوالو مرستو، په ځانګړي ډول د امریکا د مالي ملاتړ د ځنډ او کمښت، پایله ده.
د راپور پر بنسټ، له پنجشیر پرته د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې نږدې ۳ اعشاریه ۷۹ میلیونه وګړي د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو له لاسرسي پاتې شوي دي.
د راپور پر اساس یاد مرکزونه د ګرځنده روغتیايي او تغذیوي ټیمونو، لومړنیو او فرعي روغتیايي مرکزونو او هغو اسانتیاوو څخه جوړ وو چې خلکو ته یې ژوند ژغورونکي بشري خدمات وړاندې کول.
یادو سازمانونو ټینګار کړی چې د بودجې دوامدار کمښت د افغانستان نازک روغتیايي نظام سخت ګډوډ کړی دی.
د راپور له مخې، د هېواد ختیځ ولایتونه لکه کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان تر ټولو زیات اغېزمن شوي، چیرې چې لږ تر لږه ۱۲۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او شاوخوا یو میلیون کسان له روغتیايي اسانتیاوو بېبرخې پاتې شوي دي.
سره له دې، یادو بنسټونو ویلي چې د داخلي سرچینو د بیا تنظیم له لارې یې تر اوسه ۹۱ روغتیايي مرکزونه بېرته فعال کړي دي، خو ټینګار کوي چې موجودې اړتیاوې لا هم ډېرې پراخې او جدي دي او د اوسنیو امکاناتو له لارې نه شي پوره کېدای.
په راپور کې له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه شوې چې، بیړني او دوامدار مالي ملاتړ برابر کړي، څو د افغانستان د روغتیايي نظام د لا ژور بحران مخه ونیول شي او میلیونونه وګړي له ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو بېبرخې نه شي.
تر دې وړاندې (UNHCR) ویلي وو چې نږدې ۱۳ اعشاریه ۲ میلیونه افغانان د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په داسې سیمو کې ژوند کوي چې، حتی د یو ساعت په واټن کې هم لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.