Homeخبرونهد پښتنو جرګه:د چمن دروازه نوره باید خلاصه شي

د پښتنو جرګه:د چمن دروازه نوره باید خلاصه شي

تاند (سه شنبه د مرغومي – جدي ۳مه)  چمن کې د پښتنو قامي جرګې مشرانو د چمن دروازې د بیا پرانیستو غوښتنه وکړه.

دوی زیاته یې کړه چې، د دروازې د تړل کېدو له امله مسافر له سختو ستونزو سره مخ دي او سوداګري په سیمه کې درېدلې ده.

چمن کې د پښتنو قامي جرګې مشرانو ویلي چې، د دروازې تړل کېدو له امله د دواړو خواوو سوداګر، کارګر او ټرانسپوټ ګڼ شمېر مالي زیانونه لیدلي دي.

د جرګي غړو په افغانستان کې د پاکستاني وګړو د بند پاتې کېدو اندېښنه هم شریکه کړې او ویلې دي چې پر قانوني پاسپورټ او ویزه تللي بند پاتې کسانو ته بیرته ستنېدو اجازه نه ورکول کېږي.

د جرګي مشرانو ویلي چې، د ځینو مسافرو ویزې او نور قانوني اسناد هم ختم شوي چې د دوی په وینا هغوی یې له حقوقي ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی غوښتنه وکړه چې مسافر باید پرته له ځنډه خپلو کورونو ته پرېښودلی شي.

دا مهال ګڼ شمېر ټرانسپورټي کارکوونکي له زرګونه لویو موټرو سره د راستنېدونکو کډوالو سره پر پوله بند پاتې دي او دواړو غاړو ته په تمه ګڼ شمېر کسان له سختو ستونزو سره مخ دي.

شاوخوا درې میاشتې کیږي چې د طالبانو او پاکستاني ملېشو ترمنځ له نښتو وروسته له پاکستان سره بندرونه وتړل شول او پر ټرانزېټ بندیز ولګېد.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...