دوشنبه, فبروري 9, 2026
Homeخبرونهملګري ملتونه په افغانستان کې درې نوي روغتیایي مرکزونه جوړوي

ملګري ملتونه په افغانستان کې درې نوي روغتیایي مرکزونه جوړوي

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۳مه)‏د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ اعلان کړی، چې د اسلامي پرمختیايي بانک په همکارۍ به په کونړ، کندهار او دایکنډي ولایتونو کې درې نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شي.

دې کمېشنرۍ ویلي په دې سره به د کډوالو د یو ځايي راستنېدو له امله پر موجوده روغتیايي خدماتو د زیاتېدونکي فشار مخنیوی وشي.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، د کونړ روغتون به د ولایت د مرکز په توګه شاوخوا ۱۵۰ زره کسانو او د کندهار او دایکندي مرکزونه به هر یو شاوخوا ۴۵ زره وګړو ته روغتیايي خدمات برابر کړي.

دغه پروژه د افغانستان د بشردوستانه صندوق له درې میلیونه ډالرو بودیجې عملي کېږي.

تمه ده چې له دې مرکزونو به د ۲۴۰ زره زیات راستنېدونکي او کورنیو بې ځایه شوې وګړي ګټه واخلي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې راستنېدونکي کډوال د سرپناه، روغتیايي او تعلیمي خدماتو او د ژوند د اړینو وسایلو د نشتوالي له جدي ستونزو سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا...