Homeخبرونهاقتصادي خبرونه‏له هرات څخه په لومړي ځل صنعتي ماشینونه تاجکستان ته صادر شول

‏له هرات څخه په لومړي ځل صنعتي ماشینونه تاجکستان ته صادر شول

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۳مه) د هرات سیمه ییزو چارواکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دلومړي ځل لپاره له دغه ولایت څخه د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت صنعتي ماشینونه تاجکستان ته صادر شول.

په دې محموله کې د ګچ او سمنټو د فابریکو لپاره ځانګړي ماشینونه او دستګاوې شامل دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ویلي، چې دوی د صنعت‌کارانو لپاره د پانګونې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د سوداګري وزارت زیاتوي چې، د همدې لاسته راوړنو له امله نن ورځ د هېواد د کورنیو تولیداتو د صادراتو ارزښت دوو میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

سرچېنې لیکلي، د دې صادراتو د قرارداد ټولیز ارزښت ۸۰ میلیونه او ۴۵۰ زره افغانۍ دی.

د دغه قرارداد په لومړي پړاو کې د ۲۳ میلیونه او ۴۵۰ زره افغانیو په ارزښت یوه محموله صادرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...