Homeخبرونهفراه کې د کورنۍ شخړې له امله ۴ کسان وژل شوي دي

فراه کې د کورنۍ شخړې له امله ۴ کسان وژل شوي دي

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۳مه)  فراه ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویلي چې، د دغه ولایت د مرکز فراه ښار په کارېز جلال سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ په شخړه کې څلور کسان وژل شوي دي.

یادي قومندانۍ زیاته کړې چې، دغه شخړه پرون سه شنبه د دواړو کورنیو ترمنځ د خېښۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

په دغه شخړه کې یو کس له یوې او درې نور له بلې کورنۍ وژل شوي دي.

سرچینه وايي، تر اوسه د یادې پېښي په تور دوه کسان نیول شوي او په اړه یې نورې پلټنې روانې دي.

د پېښې د رامنځته کېدو لامل لا نه دی څرګند شوی، خو د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې وخت ناوخته د ناسمو دودونو له امله د خلکو ترمنځ تاوتریخوالي رامنځته کېږي چې، له امله یې وژنې رامنخته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...