Homeخبرونهبلوچستان کې د ناقانونه تګ پرمهال ۱۷۹ افغانان نیول شوي

بلوچستان کې د ناقانونه تګ پرمهال ۱۷۹ افغانان نیول شوي

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۳مه) ‏پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې، د چاغي ولسوالۍ د نوکنډي او تفتان سیمو کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال ۱۷۹ افغان وګړي نیول شوي دي.

سرچینې ویلي چې، دغه افغانان له قانوني اسنادو پرته د کمې کارېدونکې لارې پاکستان ته ننوتي دي.

بل لور ته، تېره اونۍ په نوکنډي کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ افغانان مړه او ۹ نور ټپیان دي.

په دې وروستیو کې په ناقانونه لارو بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو ورتګ زیات شوی چې، لوی لامل یې په هېواد کې بېکاري او د ځوانانو پر وړاندې د طالبانو سخت محدودیتونه یادېږي.

د نظر خاوندان وایي، د حاکمو نظامونو لومړنۍ دنده د ځوانانو پالل او دوی ته د دندې د موندلو د زمینو برابرول دي خو برعکس افغانستان کې ځوانان ځپل کيږي او په یو ډول سختو پرېکړو ته هڅول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...