Homeخبرونهسکاټلنډ کې د جنسي تیري په تور یو افغان په ۹ کلونو...

سکاټلنډ کې د جنسي تیري په تور یو افغان په ۹ کلونو بند محکوم شوی

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۳مه) برتانیوي‏ رسنیو راپور ورکړی چې، په سکاټلنډ کې د یوې کم‌عمره نجلۍ د جنسي تېري په تور افغان پناه‌ غوښتونکی، رفیع الله احمدزی، په ۹ کلونو بند محکوم شوی دی.

راپورونه کاږي، ۲۱ کلن رفیع الله چې تېر کال یې په سکاټلنډ کې په یوه پارک کې پر ۱۷ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی و، د محکمې له لوري پر ۹ کلونو بند محکوم شو.

خو احمدزي ادعا کړې چې هرڅه د دواړو په رضایت شوي دي.

دغه کس د جنسي تېري ترڅنګ د ګواښونکي چلند په جرمونو کې هم مجرم پېژندل شوی.

د یادونې وړ ده چې څو اونۍ وړاندې په برتانیا کې هم دوه افغان پناه غوښتونکي پر یوې ۱۵ کلنې نجلې د جنسي تیري پېښه کې په نهو او لسو کلونو بند محګوم شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...