دوشنبه, فبروري 9, 2026
Homeخبرونهافغانستان او ایران د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو اړیکو پر...

افغانستان او ایران د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۳مه) ‏په ایران کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني د چابهار د سوداګریزې-صنعتي آزادې سیمې د پلاوي مشر او اجراييوي رييس ډاکتر محمد سعید اربابي سره د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګريزو اړیکو د پراختیا په موخه لیدلي دي.

د طالبانو د حکومت ياد سفارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

په دې ناسته کې دغه راز د چابهار د سوداګریزې-صنعتي آزادې سیمې د ظرفیتونو د اغېزمنې استفادې، د صادراتو د اسانتیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي، د ټرانزيټ د پراختیا او د شته ننګونو د حل په اړه هر اړخیز بحث شوی دی.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، دواړو لوريو څرګنده کړې، چې د چابهار بندر او ازاده سیمه کولی شي د افغانستان لپاره د سیمې له مهمو اقتصادي دهلېزونو څخه یو شي او د سوداګرۍ په پراختیا کې رغنده رول ولوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...