سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeادبلنډه کیسهدرې زيارتونه/ بارکوال مياخېل

درې زيارتونه/ بارکوال مياخېل

د کوز کلي په خلکو کې که څه هم تعليم لږ وو، خو له پخوا راهيسې پيرپرست نه وو او نه يې له زيارتونو مرادونه غوښتل، خو له څه مودې راهيسې يې اکثر خلک هم په پيرپرستۍ اخته شوي وو او هم پر زيارتونو ګرځېدل. په دې کلي کې لومړى يو زيارت وو، چې دوى به په کال کې وخت په وخت ورتلل او مرادونه به يې ځنې غوښتل، خو اوس پکې درې زيارتونه وو، چې دوى به تش په دوو اخترونو کې ورتلل.

د کوز کلي ځينې خلک به دغو درېواړو زيارتونو ته ورتلل، خو ځينې بيا تش يوه زيارت ته ورتلل او نور دواړه يې کږلي وو. په دغو درېواړو زيارتونو کې د لومړي پخواني زيارت پير ډېر مشهور وو او زيات خلک به ورته راتلل، خو په دې وروستيو کې پر دې نورو دوو زيارتونو ناست منجوران او پيران هم اوس په دې کلي کې ډېر مشهور شوي وو او د مريدانو کمى يې نه وو.

د دغو درېواړو زيارتونو په مريدانو کې ډېر لږ کسان داسې ښکارېدل چې د سړي به ورباندې د پيرپرستۍ ګومان کېده، نور اکثر له څېرو ډېر لوستي خلک ښکارېدل او چا فکر هم نه شو کولاى، چې ګوندې دوى به هم د چا مريدان وي. تر ټولو عجيبه خبره خو لا دا وه، چې د دغو زيارتونو مريدانو به پخپل منځ کې هم يوه بل ته په ښه سترګه نه کتل، ځکه هر يوه يې خپل پير غوره ګاڼه او د خپل پير په ستاينو به نه مړېدل

د اختر له لومړۍ ورځې به لا د دغو زيارتونو مينجوران او پيران پر خپلو ګديو کښېنستل او د مريدانو تګ راتګ به پيل شو، دويمه ورځ به نور هم پسې ډېر شول، درېيمه ورځ خو به داسې ګڼه ګوڼه وه، چې د پښو ځاى به نه کېده، د اختر پر درېيمه ورځ خو به په دغو زيارتونو کې لوى لنګر هم لګېدلى وو او په زرګونو مريدان به پکې ماړه شول، دوى به دا ډوډۍ د خپل ځان لپاره تبرک باله او تر بل اختره به پرې خوشاله وو.

په مريدانو کې يې شتمن خلک هم وو، خو اکثريت يې غريبان وو، د شتمنو خپل مرادونه وو او د نېستمنو خپل مرادونه، خو يو شى- چې د نورو کليو له زيارتونو سره يې توپير درلود- دا وو چې دغو زيارتونو ته ښځې نه ورتلې، چې د اولاد غوښتلو مرادونه به يې ورته راوړلاى. نارينه چې ورته راتلو هغوى هم نه د اولادونو مرادونه ورته راوړل او نه يې د خوښې د واده لپاره ارمانونه لرل، دوى به تر وسه خپل مرادونه پټ ساتل، ځکه خو څوک نه پوهېدل چې دوى څه غواړي. دوى به چې د خپلو پيرانو مخې ته ورغلل، هغوى به په ډېره مينه ورته را ولاړېدل، روغبړ به يې ورسره کاوه، په دوى کې به يوه- نيم مريد هڅه کوله، چې د خپل پير لاسونه مچ کړي يا يې پر تندي ښکل کړي، خو هغوى به اجازه ور نه کړه.

د دغو پيرانو مريدان اوس دومره ډېر شوي وو، تا به ويل چې د اختر پر درېيمه ورځ د دې کلي ټول نارينه ورغلي دي، که به څوک په دغو درو زيارتونو کې کوم يوه ته نه وو ورغلى، نو مريدانو به يې هغه سړى ډېر بدمرغه ګاڼه، بلکې هغه ته به يې د کرکې په نظر کتل، چې څنګه د دومره لويو هستيو له ديدنه بې برخې دي او مرادونه نه ځنې غواړي. مريدانو به يې ځانونه ډېر بختور ګڼل چې په دواړو اخترونو کې يې د خپلو پيرانو ديدن په برخه کېږي او بيا د هغوى له برکته ټول کال ښه ورباندې تېرېږي.

اوس چې د دې کلي خلک ورځ په ورځ تعليميافته کېدل، نو د دغو زيارتونو مريدان هم د کمېدو پر ځاى پسې زياتېدل، په تېره بيا چې له تېرو څو کلونو د دغو زيارتونو پيران د يوه بل د مريدانو پر ډېرښت سره خفه شول، نو د يوه بل زيارت ته له ورتګه يې هم منع کړل. له تېرو څو کلونو خو د دغو زيارتونو پيران نور هم اندېښمن شوي وو، چې د ډوډۍ لنګر يې پراخېده او مريدان يې ورځ په ورځ پسې زياتېدل. په سبب يې دوى هم پوهېدل چې پخوا دوى د خپلو ځينو شتمنو مريدانو په سخاوت دغه لنګر لګاوه او اوس ورباندې د ښار حاکم مهربانه شوى وو، ځکه يې نو مريدان هم سوکه- سوکه په دې پوهېدل، چې اصل کمال په دغو پيرانو کې نه، بلکې د ښار په حاکم کې دى، نو پکار ده چې دوى هم د هغه لاسنيوى وکړي او په څه نه څه شکل تر هغه پورې ځانونه و رسوي.

مريدان يې يو نه بل اختر پسې ډېرېدل، ځينې يې که پاخه مريدان نه وو هم، خو د دوى له مريدانو سره به يې خامخا د هغوى د پيرانو زيارت کاوه، خو هغه چې د دغو درو زيارتونو د پيرانو پاخه مريدان وو، اکثر هغه خلک وو چې په زړونو کې يې بېشمېره مرادونه لرل او پيرانو په څه نه څه پلمه په دې تمه کړي وو، چې نن وي که سبا مرادونه به يې ضرور پوره شي. ډېر ژر د دې کلي ټول خلک د دغو پيرانو تر اغېز لاندې راغلل او په دې پوه شول، چې د دوى مرادونه تر هغه وخته نه شي پوره کېداى، تر څو د دغو زيارتونو د پيرانو پاخه مريدان نه شي او په اخترونو کې د هغوى طواف ونه کړي.

بل اختر يې چې د مريدانو زياته ګڼه ګوڼه وليده، دغه درېواړه پيران هم په دې وپوهېدل، چې نور نو د دغو زيارتونو ګدۍ څوک تر څو نسله له دوى نه شي اخيستلاى او د کوز کلي خلک يې ټول پاخه مريدان شوي دي. اوس يې مريدانو د دوى تر مخ هغه يوه- نيمه خبره هم نه کوله، چې پخوا به يې په لوى زړه کولاى شوه. دوى چې دا حالت وليد، نو پوه شول چې له دې وروسته که هره خبره کوي، نو مريدان به يې په پټو سترګو منلو ته تيار وي. د دغو درېواړو زيارتونو پيرانو د دوى له پټو خولو ګټه پورته کړه او له ځانونو يې سپينې پريښتې ورته جوړې کړې، بيا به که چا په دغو پيرانو پسې هسې يوه خبره هم کوله، نو مريدانو به يې د دوى په شان کې ګستاخي ګڼله او هيڅوک به يې د دوى په خلاف خبرې ته نه پرېښوول.

دې خبرې سوکه- سوکه دغه ټول کلى د مريدانو په کلي مشهور کړ، بيا به که د بل کلي خلک ورته راغلل او دوى به يې هر څومره د دغو زيارتونو له تګه منع کړل، خو دوى به هغوى بې لارې وګڼل او ورته وبه يې ويل چې بې له دې د خلاسون بله لاره نه شته. د وخت په تېرېدو دغه درېواړه زيارتونه د اخترونو پر ځاى په عامو وختونو کې هم د مريدانو په مرکزونو بدل شول، که څه هم پيران به يې په خاصو ورځو يا هم د پخوا غوندې په اخترونو کې ورته راتلل، خو مريدانو يې اوس د ژوند بله هره لاره ورکه کړې وه او چې په هره خوا به يې مخه کړه همدې زيارتونو ته به را ورسېدل.

بل اختر چې راته په  کلي کې يې پخواني درې زيارتونه په درو جنتونو بدل شوي وو، چې ټولو خلکو د خپلو مرادونو مېوه ځنې وړله، خو دغه مېوه چې به چا وخوړله، هغوى به له دغو زيارتونو د وتلو لاره ورکه کړه، هملته به د زيارت د مېنجورو غوندې پاته شول او ټول مرادونه به يې تر سره شول.

٠٤ سپتمبر ٢٠١٧م کال

کوټه، د لوى اختر درېيمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب