جمعه, مې 10, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد هر ډول سړوالي په وړاندې مقاومت لرونکي لاسپوټوني

د هر ډول سړوالي په وړاندې مقاومت لرونکي لاسپوټوني

تاند- د امریکا په سټنفورډ پوهنتون کې څېړونکو د لاسونو د تودولو لپاره داسې لاسپوټونې یا دستکش جوړ کړي چې د هر ډول سړې هوا په وړاندې لاسونه تاوده ساتي.

د سټنفورډ پوهنتون څېړونکو د امریکا د پوځ د ناتیک تحقیقاتي مرکز په همکارۍ یو ډول ټوکر جوړ کړی چې د برښنا د جریان په وسیله تودېږي او د انسان پوست ته د سړې هوا او رطوبت مخه نیسي.

ټاکل شوې ده چې دا لاسوپوټوني په ځانګړي ډول هغو امریکايي پوځیانو ته ورکړای شي چې په ډېرو سړو سیمو کې پوځي خدمت کوي.

تراوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې ایا دا لاسپوټوني به د عامو خلکو لپاره بازار ته وړاندې شي او که نه.

د امریکا د پوځ اوسني لاسپوټوني ۳۰ کاله پخوا ډیزاین شوي و چې د سخت یخ او وارو په مهال ډېر مناسب نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب