Homeخبرونهایران په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قومندان اکرام‌الدین سریع...

ایران په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قومندان اکرام‌الدین سریع وژل کېدا تایید کړه

تاند (جمعه، د مرغومي/ جدي 5 مه) ایراني پولیسو د خپلو امنیتي سرچینو په قول د افغانستان د تخار ولایت د پولیسو د پخواني امنیه قومندان، اکرام‌الدین سریع، د وژل کېدو پخلی کړی دی.

نوموړی په تهران ښار کې د وسله‌وال برید په ترڅ کې په ډزو وژل شوی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، اکرام‌الدین سریع چې د افغانستان د پخواني حکومت یو امنیتي چارواکی و، د تهران په ولیعصر واټ کې له خپل کاري ځایه تر وتلو وروسته په نښه شو. هغه پر سر ټپي شوی و، روغتون ته ولېږدول شو، خو وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

ایراني چارواکو تر اوسه د دې برید د انګېزې او یا د بریدګرو په اړه څه نه دي ویلي.

اکرام‌الدین سریع د طالبانو یو سرسخت مخالف بلل کېده او د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګېدو وروسته هم د هغوی پر ضد په څرګندونو کې فعال پاتې شوی و. نوموړي په ایران کې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو له غړو سره نژدې اړیکې لرلې او د هغو پخوانیو پوځیانو د حقونو لپاره یې هڅې کولې چې ډېری یې اوس په ایران کې اوسي.

دا په ایران کې د طالبانو دوهم پخوانی مخالف پوځي قومندان دی چې وژل کېږي.

تر دې وړاندې، په سپتمبر میاشت کې، معروف غلامي—چې د طالبانو مخالف مشر اسماعیل خان ته نژدې پوځي څېره وه—په مشهد ښار کې په خپل دفتر کې په ډزو وژل شوی و.

په همدې حال کې د پاسوال سریع د وژل کېدو په اړه ویل کېږي چې نوموړی د تخار د یوه پخواني غیرمسوول قوماندان ملک تاتار له لوري څو ځلې په مرګ ګواښل شوی و.

د جمعیت ګوند ځینو سرچینو هم ادعا کړې چې پاسوال سریع د قوماندان تاتار له لوري وژل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...