تاند – د معاصرې ټکنالوژۍ په اوسني پېر کې ملفون (موبایل فون) د انسان د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې ده، او نژدې هر هغه څوک چې موبایل لري، خامخا به پکې یو سیمکارت هم کاروي.
سیمکارت موبایل ته دا وړتیا ورکوي چې له مخابراتي شبکې سره ونښلي او نورو خلکو ته زنګونه ووهي او اړیکه ټینګه کړي.
که څه هم دا پوښتنه ښايي د هر چا ذهن ته نه وي راغلې، خو د ډېرو خلکو لپاره به ښايي دا یوه په زړه پورې پوښتنه وي چې بالاخره د SIM کلمه د څه شي لنډه بڼه (مخفف) ده؟
دلته یې لنډ او روښانه ځواب دا دی: SIM د Subscriber Identity Module مخفف دی، چې په پښتو کې یې مانا د ګډونوال د پېژندنې ماډیول ده.
د نړۍ لومړنی سیمکارت په ۱۹۹۱ کال کې معرفي شو. په دې کارت کې د کاروونکي اړوند ځانګړي معلومات خوندي وي، چې د شبکې لهخوا د هر سبسکرایبر جلا پېژندنه ممکنوي.
سیمکارت د GSM (Global System for Mobile Communications) ټکنالوژۍ پر بنسټ جوړ شوی و، چې د موبایلي اړیکو نړیوال معیار ګڼل کېږي.
په پیل کې د سیمکارت اندازه د بانکي یا کریډیټ کارت هومره وه، خو د وخت په تېرېدو سره دا کارتونه ورو ورو کوچني شول. نن سبا نانو سیمکارتونه تر ټولو ډېر عام دي، بلکې په معاصر پېر کې د eSIM کارونه هم په چټکۍ سره پراخېږي.
دا بدلونونه ښيي چې د مخابراتو نړۍ څنګه د ټکنالوژۍ له پرمختګ سره یو ځای لا ساده، چټکه او اغېزمنه شوې ده.
یاده دې وي چې په وروستیو کلونو کې فزیکي سیمکارت د له منځه تلو په حال کې دی. ډیری کمپنۍ مجازي سیمکارتونه خپلو مشتریانو ته لېږي.