تاند ( جمعه د مرغومي ـ جدي ۵مه) د ترکیې د کډوالو اداره وایي چې، په تېر یوه کال کې یې تر ۱۵۲ زره ډېر غیرقانوني کډوال په دې هېواد کې نیولي دي.
یادې ادارې زیاته کړې چې، په یاده موده کې په زیات شمېر نیول شویو غیرقانوني بهرنیانو کې افغانان شامل دي.
سرچینه وایي تر ۴۲ زره زیات غیرقانوني افغانان په ترکیه کې نیول شوي دي.
دغې ادارې زیاته کړې چې، تر افغانستان وروسته زیات سوریایي، ازبکستاني، ترکمنستاني او ایراني وګړي نیول شوي دي.
ترکیه داسې مهال دا خبر خپروي چې، په دې وروستیو کې د افغانستان له ګاونډیو هم په زیات شمېر افغان کډوال په جبري ډول ایستل کېږي.
هره ورځ په زرګونه افغانان د اسنادو د نشتون له امله له ایران او پاکستانه را ایستل کېږي، خو برعکس بیا سلګونه نور د دغو سختو په لیدو هم اروپا ته د تګ په موخه پر همدې لارو روان دي.
کارپوهان وایي تر هغې چې په هېواد کې پر ځوانانو محدودیتونه راکم نشي او دوی ته کاري فرصتونه رامنځته نشي، د دوی کډوالو د تګ مخنیوی ناشونی دی.
کارپوهان وایي، افغان ځوانان په زیات شمېر یې د بېکارۍ له امله هېواد پرېښودو ته زړه ښه کړی دی.