Homeخبرونهمسوولان: ‏تېره ورځ کابو ۳۵۰۰ کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه شوي

مسوولان: ‏تېره ورځ کابو ۳۵۰۰ کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه شوي

تاند ( جمعه د مرغومي ـ جدي ۵مه)د طالبانو د حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ پنج شنبه له ایران او پاکستانه څه باندې درې زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د یادکمېسیون د راپور له مخې، ۶۳۲ کورنۍ چې ۳۴۰۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د سرچینې په وینا یاد کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپین‌بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.

د خبر له مخې، تېره ورځ ۹۰۴راستنې شوې کورنۍ چې ۵۰۴۵ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۶۶۰ کورنیو سره مرسته شوې ده.

یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۷۰۹ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...