سه شنبه, فبروري 10, 2026
Homeخبرونه‏د افغانستان ۱۹ کلنه ملي لوبډله سبا د پاکستان ۱۹ کلنې لوبډلې...

‏د افغانستان ۱۹ کلنه ملي لوبډله سبا د پاکستان ۱۹ کلنې لوبډلې سره لوبه لري

تاند(جمعه د مرغومي ـ جدي ۵مه) د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډله سبا د پاکستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې پر وړاندې یو ورځنۍ سیالي لري.

یاده لوبه د زمبابوې په پلازمېنه هراري ښار کې ترسره کېږي.

دا سیالي د افغانستان، پاکستان او زمبابوې د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزو لوبو د لړۍ برخه ده.

دا لوبې د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.

د دغې لړۍ لومړۍ لوبه تېره ورځ پنجشنبه د افغانستان او کوربه زمبابوې ترمنځ ترسره شوه، چې پکې افغان توپ‌اچوونکو د زمبابوې ټول لوبغاړي په ۹۰ منډو له میدانه بهر کړل.

په ځواب کې افغان لوبډلې ۶۸ منډې وکړې او یو لوبغاړی یې له لاسه ورکړ، خو د باران له امله لوبه بې پایلې پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده، چې له ۱۹کلنو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ به د راتلونکي جنورۍ میاشتې په نیمايي کې د زمبابوې او نمیبیا په کوربتوب پیل شي.

1 COMMENT

  1. موږبه لادمخه دعاوى ورته شروع کړوچي بری زموږداټلانوپه برخه سي . که دهرچاسره مقابل وای موږبه دعاوي ورته کولاي خوچي دپاکستان سره مقابل دي نوپکارده چي په سرتورسرپه خوراعاجزي زموږداټلانودپاره دعاوي وکړو ،دډیروسره به داپوښتنه راولاړه سي چي ولي؟جواب به داوي چي:
    پر دي دنیا ټوله انسانان سهوي کوي هغه که په عادي ژوندکي وي،که په تجارت کي خوترټولوبده اوناوړه سهوه دسیاست مدارانوسهوه ده چي کله کله دجبران وړنه وي. دادپاکستاني سیاست مدارانونه جبرانونکي سهوه وه،په دا شاوخواپنڅوس کلونوکي دافغانانوسره پاکستان په مختلیفوډولونوسیاسي لوبي وکړي خومتآسفانه دملت په مقابل کي ئي خپل خلګ دقوم دمشرانوپه صفت چي هغه هم دوي جوړکړي وه اوپرخلګو ئی تپلي وه درولي وه کله به چي خلګواعتراض ته څان جوړاوه هغه ددوي په لاس جوړسوي مشران به ئی مخ ته سپروه وخوکله چي ئی پرافغانستان وسله وال برید وکړخصوصآ پر نازولي کابل باندي نودخلګوحوصله تمامه سول ،دپاکستان هرڅه کښت چي ئی کړی وه داسي یځ ئی پرنازل کړي چي دراتلونکوکلونودحاصل څخه ئی هم انشاآلله لاس ترزنه کښینول ،نوداسیاسي سهوه دوي ته په ډیره لوړه بیه اوموږافغانانوپه ګټه تمامه سول انشاآلله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...