Homeخبرونهپښتین: پاکستانی پوځ د درواغجنو عملیاتو په بهانه بې ګناه خلک وژني

پښتین: پاکستانی پوځ د درواغجنو عملیاتو په بهانه بې ګناه خلک وژني

تاند (جمعه د مرغومي ـ جدي ۵مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر یو ځل بیا ویلي چې، د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې د وسلوالو د ځپلو په پلمه درواغجن عملیات ترسره کوي.

منظور پښتین وايي، دغه پوځ د همدې عملیاتو له مخې غواړي بې ګناه پښتانه له خپلو مېنو بې ځایه او بې کوره کړي.

پښتین زیاته کړې چې د پښتونخوا مختلفو سیمو کې خلک د استعماري پوځ په لاس په وینو کې ډوب دي او څوک یې د پوښتنې نشته.

نوموړی وایي چې، شمالي او سويلي وزیرستان، کورمه، خیبر او د پښتونخوا نورو سیمو کې د پنجشنبې په ورځ هم د پاکستان پوځ خلک بې کوره کړي او لا هم له وسلوالو سره د جګړې په پلمه د دواړو خواوو ډزو کې مرګ ژوبله ور اوښتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...