تاند (جمعه، د مرغومي/ جدې ۵ مه) د په جاپان کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د راتلونکې میاشتې په پای کې به خپل فعالیت ودروي.
په توکیو کې د افغانستان سفارت د پخواني حکومت د دیپلوماتانو لهخوا اداره کېږي.
دې سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې پرېکړې لامل هغه سلا مشورې دي چې د جاپان د بهرنیو چارو وزارت لهخوا پیل شوې وې، او په لړ کې یې دواړه خواوې موافقې ته رسېدلي دي.
د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د سفارت ټول فعالیتونه او خدمات، چې پکې سیاسي، اقتصادي، کلتوري او قونسلۍ چارې شاملې دي، د ۲۰۲۶ میلادي کال د جنورۍ له ۳۱مې نېټې څخه به تر بلې خبرتیا پورې ځنډول کېږي.»
سفارت ویلي چې دا پرېکړه له جاپاني چارواکو سره په نژدې همغږۍ او د ۱۹۶۱ کال د ویانا د دیپلوماتیکو اړیکو د کنوانسیون په رڼا کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د جاپان حکومت به د همدې کنوانسیون پر بنسټ د افغانستان د مأموریت ودانۍ ته درناوی کوي او د ساتنې چارې به یې دوام ولري.
په جاپان کې د افغانستان سفارت وروسته له هغې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د پخواني حکومت د دیپلوماټانو تر مشرتابه لاندې فعالیت کاوه.