Homeخبرونهیوه اروپايي هیواد پر ټیک ټاک بندیز ولګاوه

یوه اروپايي هیواد پر ټیک ټاک بندیز ولګاوه

تاند (جمعه، د جدي/ مرغومي ۷ مه) د البانیا صدراعظم ادي راما، اعلان وکړ چې هېواد به یې لږ تر لږه د یو کال په مخه د ټیک ټاک ټولنیزه شبکه بنده کړي.

دا بندیز به د ۲۰۲۵ میلادي کال له پیله عملي شي. ادي راما د ښوونکو، زده‌کوونکو د والدینو او ارواپوهانو له یوې ډلې سره په کتنه کې وویل چې ټیک ټاک د “کلي بدماش” ګرځېدلی دی.

دا پرېکړه تر هغه لږ څه وروسته وشوه چې د البانیا په پلازمېنه تیرانا کې یوه ښوونځي ته نژدې یو ۱۴ کلن زده‌کوونکی ووژل شو او بل زده‌کوونکی ټپي شو. هغه شخړه چې د دې ځوان د وژنې سبب شوه، په ټیک ټاک کې پیل شوې وه.

دغه پېښه د دې لامل شوه چې په البانیا کې د ټولنیزو رسنیو د اغېز په اړه د ښوونکو، د زده‌کوونکو د والدینو او ارواپوهانو ترمنځ بحثونه زیات شي.

په ټوله نړۍ کې تر یو میلیارد ډېر خلک د ټیک ټاک اپلیکېشن کاروي. دا ټولنیزه رسنۍ، چې الګوریتم یې لیدونکي خپلو ډېرو لنډو او ګڼ شمېر ویډیوګانو لیدو ته جلبوي، په ځانګړې توګه د ځوانانو په منځ کې ډېره مشهوره ده.

د نړۍ په څو هېوادونو کې د دولتي ادارو کارکوونکي د ټیک ټاک له کارولو څخه منع دي. د دې پرېکړې اصلي دلیل د ټیک ټاک د شرکت لپاره د چین د جاسوسۍ ادعا ده. دا ټولنیزه رسنۍ په امریکا کې له دې تور سره مخامخ ده، او د اروپايي اتحادیې چارواکي هم په دې اړه څېړنې کوي.

1 COMMENT

  1. نهتره خو به دا وه چی طالب حکومت د مکاتبو او پوهنتونو پر ځای همدا ټیک ټاک بند کړی وای. دا ځکه نشی بنده ولی چی د چین پیداوار دی بیا به چینایان د دوی باداران خفه شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...