Homeخبرونهد بښنې نړیوال سازمان؛ پاکستان دې خپله ژمنه پوره او ژر دې...

د بښنې نړیوال سازمان؛ پاکستان دې خپله ژمنه پوره او ژر دې افغان کډوال خوشې کړي

تاند ( پنجشنبه د مرغومي ـ جدي ـ۲۰مه) د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي، چې له نړیوالو قوانینو سره سم پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ژر تر ژره دې افغان کډوال خوشې کړي.

د یاد سازمان په خبرپاڼه کې د سویلي اسیا لپاره د دغه سازمان د مرستیال په حواله راغلي، چې اسلام اباد کې د پولیسو شپنۍ چاپې، د ماشومانو او ښځو په ګډون د سلګونه افغانانو خپلسرې نیول او ځورول د افغانانو پر وړاندې د پاکستان “توپیري پالیسي” ده.

دغه چارواکي زیاته کړې چې پاکستان په پرلپسې ډول د خپلسرو سیاستونو په پلي کولو سره دغه هېواد کې د افغان کډوالو امنیت ګواښلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې پاکستان پر افغان کډواله سخت فشارونه وضع کړي او د دوی پر کورونو شپنۍ چاپې وهي او بندیانوي یې.

د پاکستان دا چلند د بشر حقونو نړیوالو سازمانونو غیرعادلانه بللې او له دې امله پاکستاني حکومت تر سختو نیوکو لاندې دی.

1 COMMENT

  1. د بښنی نړیوال سازمان او همدارنګه ملګری ملتونه او جنګی جرایمو نړیواله محکمه باید دپاکستان د ۴۵ کلن جنګی جرایم وڅیړی چې له افغانانو سره یې کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...