Homeخبرونه‏متحده عربي اماراتو اخوان المسلمین ګوند ترهګر اعلان کړ

‏متحده عربي اماراتو اخوان المسلمین ګوند ترهګر اعلان کړ

تاند ( پنجشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۰مه) د متحده عربي اماراتو د رسنیو د راپورونو له مخې؛ دې هېواد ۱۹ کسان او شرکتونه د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړي دي.

په راپورونو کې راغلي، چې دغه کسان او شرکتونه له اخوان المسلمین سره د تړاو له کبله د ترهګرو په نوملړ کې راغلي دي.

اخوان المسلمین د یوه اسلامي ګوند نوم دی، چې په ۱۹۲۸ کال کې په مصر کې د حسن البنا پر مشرۍ جوړ شوی دی.

د یادونې ده، چې په دې راپورونو کې د دغو کسانو او اړوند شرکتونو نومونه ندي اخیستل شوي.

یاد ګوند تر دې دمه د متحده عرب اماراتو د دې پرېکړې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...