Homeخبرونهطالبانو د راتلونکي کال د حج خدماتو لپاره له عربي شرکت سره...

طالبانو د راتلونکي کال د حج خدماتو لپاره له عربي شرکت سره تړون وکړ

تاند ( پنجشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۰مه) د طالبانو د حکومت ‏د ارشاد، حج او وقافو وزارت د راتلونکي کال د حج خدماتو وړاندې کولو تړون د سویلي اسیا یوه عربي شرکت سره لاسلیک کړ.

یاد وزارت ویلي، دغه تړون حج او اوقافو وزارت د باصلاحیته پلاوي او د سعودي عربستان په مکي معظمې ښار کې له سویلي اسیا «ضیوف البیت» شرکت ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د دې تړون له مخې قراردادي شرکت مکلف دی، چې د افغان حاجیانو لپاره په مقدسو مشاعرو کې ټول اړین خدمات په ښه کیفیت وړاندې کړي.

د معلوماتو له مخې دغه شرکت په منیٰ، عرفات او مزدلفه کې د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې اوږده مخینه لري.

راتلونکي کال ته د حج په تکل تلونکي افغانان هم هیله لري، چې یاد شرکت به له ژمنې سره سم دوی افغان حاجیانو ته ښه خدمات وړاندې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...