پنجشنبه, جنوري 9, 2025
Homeخبرونهمتقي د اماراتو له باندنیو چارو وزیره وغوښتل چې د افغانانو د...

متقي د اماراتو له باندنیو چارو وزیره وغوښتل چې د افغانانو د وېزو بندیز پای ته ورسوي

تاند (پنچشنبه، د مرغومي/ جدي ۲۰ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، چې متحده عربي اماراتو ته په سفر تلی، پرون (چهارشنبې) د دغه هیواد له بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان سره وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو د پراختیا او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.

امیرخان متقي د سې شنبې په ورځ په یوه رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته ورسېد.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دواړو خواوو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي او په اماراتو کې د افغانستان د محصولاتو د بازار موندنې په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

په دې اړه دواړو چارواکو د تخنیکي پروګرامونو پر طرحو موافقه کړې ده.

ډیری افغانان هیله لري چې متحده عربي اماراتو حکومت به افغانانو ته د وېزې ممنوعیت د پای ته ورسوي.

وروسته له دې چې طالبان واک ته رسیدلي، متحده عربي اماراتو د افغانانو لپاره وېزې بندې کړي دي.

متقي د متحده عربي اماراتو له بهرنیو چارو وزیره غوښتنه کړې چې افغانانو ته د وېزې په صادرولو کې نورې آسانتیاوې برابرې کړي.

هغه ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت چمتو دی چې د دې بهیر د ښه تطبیق لپاره خپل رول ادا کړي.

تر دې وړاندې، متقي په اماراتو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره هم خبرې کړې وې.

1 COMMENT

  1. که هند د پآکستان په وړاندې په سرحد کې جګړه تیزه کړی نو بیا دا احتمال شته چې د پاکستان د تجزیی ورځی را نږدی شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب