تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۲مه) د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د طالبانو د حکومت او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې په تړاو خبرې روانې دي، خو په خبره یې، تر دې مهاله کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
تر دې وړاندې بریټانوۍ تلګراف ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو حکومت له امریکا سره د بندیانو د تبادلې بهیر د ډونالډ ټرمپ د پاملرنې جلبولو په موخه د نوموړي د لوړې تر مراسمو ځنډولی دی.
په راپور کې راغلي، چې د جو بایډن حکومت او د طالبانو حکومت په ګوانتانامو کې د بندي محمد رحیم الافغاني سره افغانستان کې د بندي امریکایانو پر تبادلې خبرې کوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تازه د طالبانو حکومت تمه لري، چې د امریکا له نوي حکومت سره به ښې اړیکې ولري.
ترمپ څو ورځې وړاندې طالبانو ته د پیسو د لېږد پر پروسې نیوکه وکړه او دا یې د نه منلو خبره یاده کړه.