سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد بلوچستان ایالت پر یوه مهم پوځي مرکز ډله ییز برید دوام...

د بلوچستان ایالت پر یوه مهم پوځي مرکز ډله ییز برید دوام لري

تاند (چهارشنبې، د سرطان ۲۱مه) د بلوچستان په ژوب ښار کې پر پوځي چاوڼۍ ډله ییز برید شوی او د دې خبر د خپرېدو تر شېبې د دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

پر دغه پوځي مرکز تېره شپه شاوخوا دوه نیمې بجې برید پیل شو او تر سهار وختي پورې په شدت روان و خو له یو ساعت نسبي کرارۍ وروسته بیا شدید شو.

د ژوب اوسیدونکي وايي چې د ښار لمنو ته لا د ډزو غږونه ورځي او هیلي کوپتر ویني چې پر چاوڼۍ له پاسه ډزې کوي.

چارواکي وايي چې په دې نښته کې، لږترلږه ۵ ملکي وګړي ټپیان شوي او ویره لري چې په چاوڼۍ کې به درنه مرګ ژوبله پېښه شوې وي.

د ژوب یوه چارواکي (مرستیال کمیشنر) حافظ طارق د امریکا ډیوې راډیو ته ویلي چې د حمله کوونکو پر ضد عملیات روان دي او ځینې بریدکوونکي وژل شوي دي.

هغه د مرګ ژوبلو دقیق شمېر ونه ښود او دا یې هم ونه ویل چې د حمله کوونکو شمېر څومره دی. خو یادونه یې وکړه چې په چاوڼۍ کې پوځیان له حمله کوونکو سره په جګړه بوخت دي او په ښار کې بیا پولیسو مورچې نیولي دي.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی او پاکستاني چارواکو هم څه نه دي ویلي.

په بلوچستان ایالت کې د بلوچ بیلتون غوښتونکو ترڅنګ ټي ټي پي هم فعالیت کوي.

2 COMMENTS

  1. زمونږ بیړۍ د غرقوله
    خپل سمندر دي طوفاني سو
    د غیبتې او حقانې ځناورو په لاس ای آیس ای دا نسخه افغانستان کې عملي کوله. اوس د الله ج په فضل د دوې د پوځیانو په لاس لیکل سوي نسخه په دوې تطبیق کیږي.
    الله ج دي د افغانستان ټول دښمنان خوار او ذلیل کړي. امین!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب