چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهسویډن کمېټه: د قرآن سپکاوی غندو، کاربندول مو افغان بېوزلان اغېزمنوي

سویډن کمېټه: د قرآن سپکاوی غندو، کاربندول مو افغان بېوزلان اغېزمنوي

تاند: ( چار شنبه، د سرطان ۲۱ مه)  د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په سویډن کې د قرآنکریم د سپکاوي د غندلو ترڅنګ د طالبانو له خوا د دغې او نورو سویډني بنسټونو د کار بندولو د پریکړې په اړه غبرګون وښود.

یادې کمېټې ویلي، چې طالب واکمنو سره پر دې موضوع د خبرو هڅه کوي، ځکه دغه پرېکړه د سویډن کمېټې فعالیتونه هم اغېزمنوي.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد پرون په یوه اعلامیه کې وویل، په سویډن کې د قران کریم د توهین په غبرګون کې د دوی حکومت په افغانستان کې د سویډن د ټولو بنسټونو د فعالیتونو د بندېدو امر کړی دی.

 د لوی اختر پر لومړۍ ورځ په سویډن کې یوه عراقي الاصله سړي د قرآن کریم یوې نسخې ته اور واچاوه.‌

د سویډن کمېټې په خپله اعلامیه کې ویلي، دوی قران کریم ته د سپکاوي هر عمل غندي او د مذهبي عقایدو، قوم یا تابعیت له مخې هر ډول شخړه یا خصومت او ډلبندي محکوموي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وايي، تېر میلادي کال یې په میدان وردګ او نورستان کې په خپلو کلنیکونو کې دوه نیم ملیونه ناروغان تداوي کړي، یولک او ۳۳زره ماشومانو ته د دوی په ښوونځیو کې تعلیم ورکړل شوی او د څه باندې ۲۰زره معلولو کسانو ملاتړ یې کړی دی.

د سویډن کمېټه وايي، دوی د افغانستان په اتلسو ولایتونو کې شا و خوا اته زره افغان کارکوونکي لري او ځان د افغانانو ملاتړ ته ژمن ګڼي.

طالبانو وار د مخه بیا له نورو هېوادونو هم غوښتي، چې په خپله خاوره کې د سویډن اړوند فعالیتونه ودروي او د سویډن حکومت په هغه هېواد کې قرآنکریم ته د شوي سپکاوي له امله بښنې غوښتو ته اړ باسي.

1 COMMENT

  1. د قرآن سېځنې پېښه د غندنې ده او بايد وغندل شي، خو کار بنديز ورته معقوله خبره نه ده.
    قريشو او د مکې مشرکينو ټولو په پيل کې نه قرآن منلو او نه يې پېغمبر يعنې دواړه يې نه منل. حال دا چې د الله تعالی پېغمبر صلی الله عليه وسلم ژوند او د وحيې پريښته به ورته تله او راتله او ډاډ به ورته ورکېدل چې :
    کتاب انزلناه اليک مبارک ليدبروا اياته وليتذکر اولوا الالباب [ص : ۲۹]
    طايف ته په ورتللو ډېرې ټوکې او ملنډې (مسخرې/ريشخندونه) پرې وويل شول. سخت سخت پېغورونه يې ورته ورکړل او ان تر دې چې ماشومان يې ورپسې کړل او په کاڼو يې وويشته او ډېر سخت ناوړه چلند يې ورسره وکړ، خو د الله تعالی له لورې د واک واختيار سره سره يې ښېرا ونه کړه، بلکې دوعا ورته وکړه چې ((اللهم اهدني قومي فانهم لايعلمون)) او نن د نړۍ هر ګوټ ته د اسلام رڼا وررسېدلې ده.
    کړنه بايد وغندل شي، خو کار بنديز او نور خلک اغېزمنول دا هم ښه او معقوله خبره نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب