یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهد کانکور ازموینې د نېټو اعلان؛ نجونو ته پکې اجازه نه ورکول...

د کانکور ازموینې د نېټو اعلان؛ نجونو ته پکې اجازه نه ورکول کیږي

تاند: ( چار شنبه، د سرطان ۲۱ مه)   د ازموينو ملي ادارې لپاره د طالبانو چارواکو د سږنۍ کانکور ازموينې جزیات خپاره کړل.

دغې ادارې ویلي، چې یاده ازموینه به د يوې مياشتې په موده کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ۱۰۰زرو داوطلبانو په ګډون پنځو پړاوونو کې واخيستل شي.

سرچینه زیاتوي:د کابل کانکور ازموینه به په څلورم پړاو کې واخیستل شي.

د یادې ادارې یوې مطبوعاتي سرچینې نوید نوري وویل، د دغې ازموینې لومړی پړاو به د چنګاښ میاشتې پر ۲۹مه او ۳۰مه نېټو ترسره شي.

د نوري په وینا، په پام کې ده چې له ۱۱ ولایتونو څخه ۲۵زره داوطلبان په‌کې ګډون وکړي.

سرچینې زیاته کړه:په لومړي پړاو کې فاریاب، خوست، سرپل، جوزجان، دایکندي، تخار، لوګر، بغلان، پکتیا او خوست ولایتونه شامل دي. دویم پړاو کې ۱۲ ولایتونه دي چې کابل څلورم پړاو کې دی او یوې میاشت کې به پای ته ورسېږي.

ویل شوي، چې په سږني کانکور کې د دیني مدرسو ۷ زره فارغانو ته هم د ګډون زمینه برابریږي.

په ورته مهال، د ازموینې ملي ادارې چارواکو تایید کړې، چې د ۱۴۰۲ کال په کانکور ازموینه کې نجونې نه‌دي شاملې.

سرچینې د دې کار د دلیل د پوهنې وزارت له‌خوا دوی سره د نجونو زده‌کوونکو د غوښتنلیکونو نه شریکول ښودلي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د دوی د لومړۍ دورې واکمنۍ په شان، نجونې او ښځې له زده کړو، کار او ډېرو نورو فعالیتونو بیا منع شوي.

له دې امله د طالبانو رژیم په ملي او نړیواله کچه توندو غبرګونونو او فشارونو سره مخ شوی.

2 COMMENTS

  1. غيبي اميره!
    ولې نه ورکول کيږي؟
    ايا دوی د الله تعالی مخلوق نه دی که څڼګه؟
    ايا دوی د زده کړې حق نه لري؟

  2. دا دای اس ای مزدوران دی او چتلستان نغواړی چی افغان ملت تعلیم ولری او دایم درپه دره ویې ملا خینزیر هیبتو د ای اس ای مامور ده نه د طالب رهبر د طالب ټول ناموس یې دهمدی کارو د عملی کول لپاره پاکستان کی ګروګان کړی دی او دوی لکه مردکی استعمالوی لعنت دی په داسی موجود شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب