کړنګآ شوه!
په پټو سترګو یې لاس د میز پر سر وتپوه، موبایل یې راجګ کړ.
مخ ته یې ونیو، د ګهیځ (څلور بجې) الارم یې بند کړ، بیرته یې پر میز کیښود…
سترګې یې درنې وې خو کمبل یې له پښو په سختۍ لرې کړه،
یاسر بیګاه له اضافه کارۍ ناوخته راغلی وو!
زړه یې وه چې بیرته بیده شي خو مجبوریت یې سترګې خوب ته پرینښودې..
خوله یې وازه کړه، ښي لاس یې خولې ته ونیو، د تشناب په لور مړ مړ روان شو!
هیندارې یې ګډوډ سر او پریوتې سترګې ورښکاره کړې، وروځي یې پورته ونیوې، چپه سترګه یې ور نیږدې کړه، سره سره رګونه په کې ښکاره شول…
په تړمو اوبو یې اودس وکړ،
د چوکۍ په سر راځوړند پتلون او بنین یې په بیړه واغوستل، چارجر یې له موبایله وائیست، په سکرین یې څلور غبرګ پیغامونه څرګند شول!!!
پیغامونو خوند ور نه کړ، تندی یې تریو کړو، موبایل او د موټر کیلې یې جیب ته واچول، او سیده له کوره په روزګار پسې بهر شو…….