په جمله کي تر نوم وروسته راځي. لکه، احمد په کور کي دی. په دې جمله کي تر کور وروسته «کي» اوستربل دی.
«څخه، نه او پوري» هم اوستربلونه دي، چي په جملو کي تر نوم وروسته راځي.
که د دغو اوستربلونو پر ځای يوازي دغه اوستربل يعني کوچنۍ «ه» راوړو، د جملې په معنا کي کوم تغير نه راځي. لاندي جملې لولو.
احمد له کابل نه راغی.
له کور څخه تر بازاره «بازار» پوري ډېره لار ده.
تر تا پوري رسېدل د سر په بيه دي.
دا کتاب تر سهاره پوري وساته.
که پورتنۍ جملې داسي شي، بې له هغو اوستربلونو «څخه، نه، پوري» هم، هغه مطلب رسوي.
احمد له کابله راغى.
له کوره تر بازاره ډېره لار ده.
تر تا رسېدل، د سر په بيه دي.
دا کتاب، تر سهاره وساته.
په ځينو ځايونو کي استثناات شته، لکه:
په اوسنيو ښکلو پوري زړه مه تړه.
په ده پوري لاس مه نيسه.
دلته که «پوري» ليري کوو «په» سربل په «پر» اوړي.
داسي وايو:
پر اوسنيو ښکلو زړه مه تړه.
پر ده لاس مه نيسه.
چېري چي امکان وي، هلته که د «نه، څخه او پوري» پر ځای «ه» اوستربل راوړو، هم اساني او رواني ده، هم به مو د څو تورو سپما کړې وي، خو شعري ژبه داسي څه نشي زغملای.
د شعر ژبه له دې ډول قيوداتو او ژبنيو مسايلو د سرغړوني حق لري. رحمان بابا په يوه بيت کي د قافيې په خاطر «سپينه سپوږمۍ» چي ښځينه نوم «صفت» او موصوف دی، په مذکر صفت او موصوف اړولی دی.
د هجران په توره شپه کي زه وېرېــږم
چي ئې نه وينم د وصل سپين سپوږمی (سپينه سپوږمۍ)
* * *
لاندي جملې وګورئ.
«په پنځه کلنۍ کي د مور له ميني او د پلار د شفقت له سيوري نه محروم شو.»
بې له تا نه کار نه کېږي.
“له شپانه څخه رمه ورکــه ده.”
په پورته جملو کي «په، نه، له، نه، او څخه» اضافي کارول شوي دي که ليري شي د جملو معنا تغير نه کوي. داسي:
پنځه کلنۍ کي د مور له ميني او د پلار د شفقت له سيوري محروم شو.
بې تا کار نه کېږي.
له شپانه رمه ورکه ده.
د دغو کلمو بېځايه کارونه هم اصراف دى، هم د جملو روانۍ ته زيان رسوي او هم اضافي بار دى، چي جملو ته ورکړ شوى دى.