شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ملامتقي شکایت؛ نړیوال نور هم فشارونه زیاتوي

د ملامتقي شکایت؛ نړیوال نور هم فشارونه زیاتوي

تاند: ( سې شنبه، د سرطان ۲۰ مه)  د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت له سرپرست سفیر پال کلومان بکن سره په کتنه کې د دوی پر رژیم د نړیوالو فشارونو له زیاتیدو شکایت کړی.

نوموړي ادعا کړې، چې له سترو لاسته راوړنو سره – سره نړیوال تر دې دمه د دوی رژیم سره مناسب تعامل ته نه دي را وړاندې شوي.

ملامتقي له زیاتو جزیاتو پرته ویلي، چې نړیوال د دوی پر رژیم د فشارونو د زیاتولو هڅه کوي.

د هغه په باور، دغه کار د دواړو لورو ترمنځ د باور جوړونې په زیان تمام شوی او د ولس پر ذهنیت یې ناوړه اغېز کړی.

نړیوال بیا طالب رژیم ګرموي، چې له کړو ژمنو په سرغړاوي او ورځ تربلې افراطي پریکړو یې خپله دوی سره د نړیوال تعامل مخه ډب کړې ده.

1 COMMENT

  1. دا ډیره د خندا وړ خبره ده چی مولا موټکی یې کوی تاسو کومه لاسته راوړنه کړی ده او خپل لوی خینزیر ملت ته ښکاره کړی چی ایا خینزیر حقیقت لری کنه بیا تعلیم ته احترام ولری چون تعلیم فرض ده مګر تاسو له خداوند سره په جنګ یاست ملت مو ګدای ته کښی نولی د انګلیس پاکستان د خوشحالی لپاره نو څنګه له نوری نړی څخه تمه لری مونږ له نړی څخه هیله لرو چی دا دوحشت ډله هڅ کله په رسمیت ونه پیږنی تر سو افغان ملت نه معذرت ونغواړی او ملت ته احترام ونلری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب