چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د طالبانو غبرګون؛ برید مو بې ځوابه نه پریږدو

پاکستان ته د طالبانو غبرګون؛ برید مو بې ځوابه نه پریږدو

تاند: (سې شنبه، د سرطان ۲۰ مه)  د طالبانو رژیم د پاکستان د ځانګړي استازي آصف علي دراني هغو څرګندونو ته غبرګون وښود، چې ویلي یې وو: امریکا د ملګروملتونو امنیت شورا پرېکړه‌لیک پر بنسټ افغانستان کې د ترهګرو له‌منځه وړو په موخه د پاکستان له هوايي حریم څخه استفاده کولای شي.

د طالبانو د رژیم مرستیال ویاند بلال کریمي د نوموړي په غبرګون کې ویلي: «افغانستان  خپلواک هېواد دی او  له دې وروسته که د افغانستان فضا کې میاشی هم تېری کوي، محکوم دی او  حکومت به یې پر وړاندې غلی نه پاتې کېږي او چا ته اجازه نه ورکوي چې په هر نوم او هر ډول داسې تېری وکړي. افغانستان سوله‌ییزه تګ‌لاره لري او چا سره ستونزه نه غواړي.»

آصف علي دراني په خپلو تازه څرګندونو کې دا هم ویلي ، چې د طالبانو رژیم د ډیورنډ کرښې له نیږدې سیمو څخه پاکستاني طالبان نورو سیمو ته لیږدوي او په دې اړه یې عملي اقدامات پيل کړي، چې پاکستان یې هرکلی کوي.

طالبانو د نوموړي په غبرګون کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو حضور ردوي او هغه کسان، چې نورو سیمو ته یې لېږدول پيل شوي، پاکستاني طالبان نه؛ بلکې د وزیرستان کډوال دي.

د طالبانو د دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد څو میاشتې مخکې پاکستان ته خبرداری ورکړی و، چې نور له خپلې خاورې افغانستان ته د امریکا د بې پيلوټه الوتکو د څار اجازه ورنه کړي.

5 COMMENTS

  1. afghans are strong and can defense from home land.
    afghans historical show to any power,
    but pakistan must understand we can defend from our land in any moment.
    watch your mouth
    ALWAYS BE AFGHANISTAN

    • Dear Razmohammed, we appreciate your English writing skills. Your writing is unfortunately wrong and your writing is full of .
      incomplete sentences

  2. داسې ښکاري چه وزیرستان خپله له معادنو نه ډکه منطقه ده چه تر اوسه د وزیرو په زور یا بهانه ساتل شوی ؤ، انګرېزانو پخوا له یو سل او شل ۱۲۰ کاله په دې منطقې کې ژورې څېړنې کړي دي او اوس د وزیرو ویستل له دې منطقې نه د طالبانو له لارې ګوندې چه ډېر سابقه پلان دی چه طالب به په آخر کې محکوم وي!
    د توره بوره مسأله هم همدا وه چه د تروریستانو د ځالي په بهانه بمبارد شو! دا نه یواځې دا منطقه بلکه افریقا او جنوبي امریکې کې هم دا کار د معادنو له پاره مخ ته یوړل شوی دی،*مستند*! او مخې ته یوړل کېږي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب