تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۳ مه) د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، سياېآی تازه خپاره کړي محرم اسناد ښيي چې طالبانو په ۱۹۹۹ کال کې د هندي الوتکې له تښتول کېدو وروسته د القاعدې مشر اسامه بن لادن ته خبرداری ورکړی و چې خپل امنیت لا ټینګ کړي.
دا موضوع د امریکا د هغه وخت ولسمشر بیل کلنټن ته په یوه استخباراتي راپور کې یاده شوې ده.
سياېآی دغه اسناد د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت خپاره کړي دي. په دغو اسنادو کې د بن لادن د امنیتي اندېښنو، په بېلابېلو هېوادونو کې د بریدونو د احتمالي پلانونو، پر امریکايي خاوره د بریدونو د خبرداریو او د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو مخکې او وروسته د القاعدې په اړه د امریکا د استخباراتي معلوماتو جزییات شامل دي.
د «ای سي ۸۱۴» الوتکې تښتونه
د سياېآی د یوه سند له مخې چې د ۲۰۰۰ کال د جنورۍ په ۳مه برابر شوی و، طالبانو بن لادن ته د کندهار د یرغمل نیونې د کړکېچ پر مهال خبرداری ورکړی و چې خپل امنیت زیات کړي.
په سند کې ویل شوي چې طالبانو اندېښنه لرله، ښايي د کندهار د یرغمل نیونې له کړکېچ څخه ځینې ډلې یا «نور حکومتونه» د بن لادن پر ضد د اقدام لپاره استفاده وکړي.
دغه پېښه د ۱۹۹۹ کال د ډسمبر په ۲۴مه هغه مهال وشوه چې د هند د هوايي شرکت «ایر انډیا» ۸۱۴ الوتکه له کتمندو څخه نوي ډیلي ته روانه وه. د راپور له مخې، د «حرکت المجاهدین» وسلهوالو الوتکه وتښتوله او وروسته یې په کندهار کې کښته کړه.
د یرغمل نیونې کړکېچ د دسمبر په ۳۱مه پای ته ورسېد. هند د الوتکې د مسافرو د خوشې کېدو په بدل کې درې بندیان خوشې کړل او طالبانو ته یې وسپارل.
د بن لادن د احتمالي بریدونو په اړه پخواني خبرداري
په یوه بل استخباراتي راپور کې چې د ۱۹۹۸ کال د اګست په ۲۸مه ولسمشر کلنټن ته وړاندې شوی و، ویل شوي چې بن لادن غوښتل په مصر، عربي ټاپووزمه، په ځانګړي ډول کویت، سعودي عربستان او یمن، او همداراز هند، پاکستان، یوګانډا او ښايي نایجریا کې بریدونه وکړي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې په شمالي امریکا، اروپا او ختیځه اسیا کې د بن لادن د شبکې موجودو جوړښتونو هغه راپورونه پیاوړي کړي وو چې ښايي د نوموړي ډله په دغو سیمو کې د امریکا پر ګټو هم بریدونه وکړي.
د سياېآی په خپرو شوو اسنادو کې تر ټولو پخوانی راپور د ۱۹۹۸ کال د فبرورۍ په ۱۳مه برابر شوی و. په دغه سند کې ویل شوي چې بن لادن او یو شمېر نورو توندلارو له یوه نامعلوم لوري سره د کیمیاوي، بیولوژیکي او اتومي موادو د ترلاسه کولو په اړه خبرې کړې وې.
راپور همداراز ویلي چې بن لادن قانوني شرکتونه، سوداګریزې اړیکې او ډېره مالي شتمني لرله چې ښايي د دغو وسلو د ترلاسه کولو په هڅو کې ترې کار واخیستل شي.
پر امریکا د بریدونو په اړه خبرداری
د ۱۹۹۸ کال د سپټمبر په ۱۰مه په یوه بل استخباراتي راپور کې خبرداری ورکړل شوی و چې توندلاري ښايي له چاودېدونکو توکو ډکه الوتکه د امریکا پر یوه ښار وغورځوي.
خو په دغه راپور کې ویل شوي وو چې د بن لادن د راتلونکو بریدونو د پلانونو په اړه موجود استخباراتي معلومات لا هم بشپړ او پرېکنده نه دي.
په همدې سند کې ویل شوي چې بن لادن په خپله خاوره کې پر امریکا برید کولو ته ترجیح ورکوله او واشنګټن یې د احتمالي برید له مهمو هدفونو څخه بللی و.
د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو یوه ورځ وروسته
د سياېآی د سندونو د لړۍ وروستی سند د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۲مه، یعنې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو یوه ورځ وروسته، برابر شوی و.
په دغه راپور کې ویل شوي چې زیاتېدونکو شواهدو ښودله چې په افغانستان او د فارس خلیج په سیمه کې ځیني سُني توندلارې ښايي د بن لادن له خوا د پلان شوو بریدونو له رانژدې کېدو څخه خبر وو.
راپور زیاتوي چې په افغانستان کې د توندلارو ترمنځ د احتمالي عملیاتو په اړه معلومات تر ډېره خپاره شوي وو او اټکل کېده چې بن لادن ښايي کابل ته تللی وي، څو په کندهار کې د طالبانو له مشرانو سره د خپلو فعالیتونو له امله له احتمالي شخړې ځان وساتي.
د دغو ۷۱ خپرو شوو استخباراتي لنډیزونو مجموعه د دې انځور وړاندې کوي چې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو مخکې او سمدستي وروسته د امریکا استخباراتي ادارو د بن لادن د شبکې، د هغې د احتمالي بریدونو او د امریکا پر وړاندې د ګواښونو په اړه څه معلومات لرل.